د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د کندز - بغلان په لویه لار خلک پلټي


د کندوز بغلان پر لویه لار د علی اباد ولسوالۍ د شنې تپې په سیمه کې هغه وخت د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ جګړه ونښته چې طالبانو له تیرې شپې راهیسې په دغه سیمه کې سنګرونه نیولي وو.

د کندوز بغلان د لوې لارې په اوږدو کې د دولت مخالفین له تیرو څو ورځو راهیسې د مساپرو موټر تالاشي کوي او ځینې کسان له موټرو کوزوي. طالبانو نن سهار هم د سپرلیو موټرې تالاشي کولې او د سیمې خلکو ته یې خبرداری ورکړی و چې له کورونو ووځي.

د راپورنو له مخې طالبان د پولیسو پر رینجرو باندې بریدونه کوي، دولتي مامورین او د موسیسو کارکوونکي له ځانونو سره بیايي. دوی هغه خلک چې په تیره یوه اونۍ کې يې له موټرو کوز کړي لا یې هم برخلیک نه دی معلوم .

د دولت مخالفینو د سیمې خلکو ته اخطار ورکړی چې له کورونو ووځي
د دولت مخالفینو د سیمې خلکو ته اخطار ورکړی چې له کورونو ووځي

د کندوز د والي ویاند عبدالواسع باسل وايي چې د شنې تپې په سیمه کې د افغان پولیسو او وسله والو طالبانو په جګړه کې پنځه تنه پولیس او د طالبانو د یو قوماندان په ګډون یو شمیر طالبان وژل شوي دي.

په کندوز کې د پولیسو د سپین زر ۸۰۸ زون قوماندان شیرعزیز کاموال وايي چې د دوي ځواکونو د سه شنبې په سهار هم د شنې تپې په سیمه کې عملیات لرل او د مخالفو وسله والو د تالاشۍ مخه یې نیولې ده. هغه وايي چې دوي به د دغې لارې په اووږدو کې په هغو سیمو کې امنیتي پوستې جوړې کړي چې مخالفین په کې تالاشي کوي.

شیرعزیز کاموال زیاتوي چې په کندوز کې د پراخو عملیاتو لپاره د شاهین قول اردو او د قاطع ملاتړ له مسولینو سره په پلان کار کوي او د قاطع ملاتړ د هوايي مرستو غوښتنه کوي.

د شنې تپې یو شمیر اوسیدونکو کورونه پریښي او له کلي وتلي دي، د دغو خلکو په کورونو کې وسله والو طالبانو سنګرونه نیولي چې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ورته زیان اوښتی دی.

له بله پلوه دوشنبې په ماښام د کندوز د سرپرست والي حمدالله دانشي سکرتر د کندوز د ښار په سه صد فامیلي سیمه کې د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

تر اوسه پورې د والي د سکرتر د وژنې پړه هیڅ مخالفې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG