د لاس رسي وړ اتصالات

د کندوز اوسیدونکي: د ۲۰۱۴ کال آه خوا ته مو یواځي مه پرېږدیْ


د کندوز اوسیدونکي: د ۲۰۱۴ کال آه خوا ته مو یواځي مه پرېږدیْ
د کندوز اوسیدونکي: د ۲۰۱۴ کال آه خوا ته مو یواځي مه پرېږدیْ

د افغانستان په وخت د ورځې یوه نیمه بجه په المان کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس پیل شو چې له پاکستان پرته په کې د نړۍ د زیاتو هیوادونو استازو ګډون کړې و، د کندوز یو شمیر خلکو په ژوندۍ بڼه په بن کې د کنفرانس ننداره کوله چې د ملي او محلي ټلویزونو له لارې نشریده.

دوي هیله درلوده چې نړیوال به یو ځل بیا خپلې هغه ژمنې تازه کړي چې له افغانستان سره یې کړي دي، خو دا ځل د نورو غوښتنو تر څنګ یوه دا هم وه چې نړیوال ځواکونه که له دوه زره او څوارلسم وروسته له افغانستان نه ووځي، نو افغانان دې یوازې نه پریږدي، هغوي دا هم ویل چې باید په افغانستان کې اقتصادي بنسټیز کارونه ترسره شي:

((نوررحیم د کندوز اوسیدونکی: د افغانستان خلک د بن له دویم کنفرانس هم هیله من دي چې په دغه کنفرانس کې د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره هڅه وشي، او د افغانستان سولې اوثبات پاملرنه وشي، امریکا وایی چې ددوي فوځونه په (۲۰۱۴) کې وځي، نو خلک هیله لري چې نړۍ دوي بیا یوازې پرینږي چې افغانستان د تروریزم مرکز شي، او د افغانستان د حکومت په جوړولو کې کوشش وکړي.، وړانګه وایې چې په دغه کنفرانس کې باید په هغه څه باندې خبرې وشي چې په تیرو لسو کالو کې ترسره شوي که منفي اړخونه وي هغه باید له منځه یوړل شي او که مثبت اړخونه وي هغه باید تقویه شي، د ټولو خلکو غوښتنه په افغانستان کې دسراسري امنیت راوستل او د بهرنیو لاسوهنه ده او ځانګړې توګه د پاکستان د لاسوهنې مخه ونیول شي. عبدالمجید پردیس وایې: د افغانانو غوښتنه داده چې باید له دغه هیواد سره بنسټیز کارونه وکړي اقتصاد یې پیاوړې کړي بندونه جوړ کړي او فابریکې جوړې کړي، خو د پاکستان نه ګډون د پاکستان په ګټه نه دې بلکه د هغوي په تاوان دی.))

خلک په دې باور دي چې د افغانستان په اړه په تیرو لسو کالو کې په مختلفو هیوادونو کې کنفرانسونه جوړ شوي، خو د بن لومړني کنفرانس کې هم د افغانستان په اړه شوې پریکړې یو څه عملي شوې او دا ځل هم هیله لري چې ددغه کنفرانس کیدونکې او شوې پریکړې به د بن د لومړني کنفرانس په پرتله پوره عملي شي چې افغانان یو باثباته او غښتلې افغانستان ولري.

XS
SM
MD
LG