د لاس رسي وړ اتصالات

عطا نور: شمال پخپله ساتلی شو

د بلخ سرپرست والي د جمهوري ریاست بې غوري او ناغیړي د روان حالت او د کندز د سقوط اصلي علت بولي.
د بلخ سرپرست والي د جمهوري ریاست بې غوري او ناغیړي د روان حالت او د کندز د سقوط اصلي علت بولي.

والي عطا محمد نور وايي دی له وړاندې په دې خبر و چې طالبان پر کندز د یو لوی برید پلان لري.

ښاغلي عطا ه وویل چې په همدې خاطر کابل ته ولاړ، ولسمشر غني، اجرایي ریس عبدالله او د امنیت شورا ته یې د دغه خطر په اړه معلومات ورکړل، خو په خبره یې چا پرې غوږ ونه ګراوه.

ښاغلي عطا د کندز د سقوط په غبرګون کې د امریکا غږ اشنا راډیو سره په یوې مرکې کې دا خبرې کولې.

هغه چې اوس په یو کنفرانس کې په دوبۍ کې دی، د جمهوري ریاست بې غوري او ناغیړي د روان حالت او د کندز د سقوط اصلي علت بولي.

ښاغلي عطا خبرداری ورکړ چې شاید د کندز له سقوط وروسته د شمال نور ولایتونه هم تر بل هر وخت ډېر د طالبانو له خطر سره مخامخ شي.

هغه په ټېنګار سره وویل چې جمهوري ریاست باید دغې موضوع ته جدي پام وکړي.

نوموړی وايي چې د بلخ یو شمېر ولسوالۍ هم د وسله والو طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي او ده له دغو سیمو څخه د وسله والو طالبانو د شړلو لپاره د عملیاتو اجازه هم غوښتې ده.

عطا محمد نور خبرداری ورکړ که حکومت نوره بې پروایي وکړي، یا د ده په ټکو ځان په خوب واچوي، دی به پخپله د شمالي ولایتونو دفاع ته ورودانګي، خو وضاحت یې ورنکړ چې څنګه او په کوم ځواک سره به له شمال نه دفاع کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG