د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز امنیه قومندان: په عملیاتو کې ډیر احتیاط کوو


د کندز امنیه قوماندان منظور ستانکزی وايي چې افغان ځواکونه په جګړو کې د ملکي خلکو ساتنې او د هغوی د تلفاتو د مخنیوي په خاطر ډیر احتیاط کوي.

وسله والو طالبانو څو ورځې وړاندې یو ځل بیا د کندز ښار پر شاوخوا سیمو و بریدونه وکړل.

د کندز امنیه قومندان زیاتوي وسله وال طالبان په یو کلي کې سنګر نیسي او جګړه کوي نو افغان ځواکونه له زغم نه کار اخلي ځکه چې وسله وال مخالف طالبان هیڅ ډول نړیوالو اصولو ته ژمن نه دي، هغه زیاتوي چې طالبان په جګړو کې خلک د سپر په توګه کاروي او له کورونو یې جنګیږي.

په کندوز کې عام خلک هم د جګړو پر ځای د سولې د خبرو د چټک کیدو غوښتنه کوي
په کندوز کې عام خلک هم د جګړو پر ځای د سولې د خبرو د چټک کیدو غوښتنه کوي

هغه وايي چې په کندز کې وسله وال طالبان په لوړه کچه مجهزې وسلې او جنګي وسایل لري، خو په ځینو مخ پټو ډلو کې یې د افغانانو شمیر کم او کیدای شي خارجي اتباع ورسره زیات ملګري وي.

د کندز امنیه قوماندان زیاتوي چې د ځینو طالبانو کورنۍ ترې په ځینو هیوادونو کې یرغمل شوي ځکه جګړه کوي.نوموړی وايي چې سیاسي حالاتو ته په کتو سره ځکه وسله وال طالبان ځای ځای حملې کوي چې غواړي د سولې په پروسه کې زیات سیاسي امتیازات تر لاسه کړي.

د کندز امنیه قومندان زیاتوي چې د یو افغان او د دولت د یو مامور په صفت سوله تر هر څه بهتره ده ځکه چې د وژنو مخه پکې ونیول کیږي.

په کندز کې عام خلک هم د جګړو پر ځای د سولې د خبرو د چټک کیدو غوښتنه کوي او عامو خلکو وار وار د سولې د پروسې په ملاتړ غونډې او لاریونونه کړي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG