د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کي اعتراض کوونکو د طالبانو ضد عملیاتو غوښتنه وکړه


د کندوز ښار کې په لسګونو مدني فعالانو، قومي مشران او مخورو په یوې اعتراضیه غونډې کې له افغان حکومت نه وغوښتل چې د دغه ولایت د امنیت لپاره هر څومره زر وي باید عملیات پيل کړي، که داسې ونکړي د هغوی په خبره د دواړو خواو دولت او طالبانو پر ضد به پاڅون وکړي.

دغو خلکو د تیرو شپږ میاشتنیو جګړو په ترڅ کې د عامو خلکو د وژل کیدو یادونه کوله چې د جګړې زیات زیان یې عامو خلکو ته رسیږي.

د دغې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې خلکو دولت ته لس ورځې وخت ورکړی
د دغې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې خلکو دولت ته لس ورځې وخت ورکړی

د معلوماتو له مخې کندوز د ښار له څلورو دروازو او د ولسوالیو له مرکزونو اخوا نورې ټولې سیمې او کلي د طالبانو په ولکه کې دي، دولتي مامورین او د موسسو چارواکي له ښاره د باندې وتلی نشي.

د کندوز والي حمدالله دانشي هم وايي چې حکومت باید زر تر زره د مخالفینو د ځپلو لپاره عملیات پيل کړي چې کندوز د طالبانو له محاصرې ووځي.

هغه وايي "د ګرمۍ له راتګ وړاندې باید عملیات پيل شي، او مونږ هم د کندوز له خلکو سره همغږي یو چې عملیات باید پیل شي چې کندوز د طالبانو له محاصرې ووځي."

په هغه غونډه کې چې خلکو له دولت څخه د عملیاتو غوښتنه کوله او هم یې دولت ته اخطار ورکاوه ویې ویل چې دوي نور له جنازو پورته کولو ستړي شوي دي.

یو تن وینا وال حمیدالله بلوچ غونډې ته وویل" د کندوز ښار د وحشت په جزیره بدل شوی، هره شیبه خلک تشویش کې دی نور د تښتیدلو، بې کوره کیدلو او جنازو کولو حوصله نه ده پاتي."

عبدالغفور هوتک د کندوز د ځوانانو د چارو امر هم په غونډه کې خبرې وکړې هغه وویل چې د کندوز د خلکو له مخونو روڼتیا روانو حالاتو لوټلې ده او زیاته یې کړه د کندوز له ښاره ټول هغه خلک وتلي چې زیات وکمه سرمایه یې درلوده.

هغه وايي "له کندوزه خلک په تيښته کې دي، او خلک وايي چې دغه څلور ولایته جمهور ریس او اجراییه ریس طالبانو ته پریږدي، او دا ولایتونه د جګړې میدان جوړیږي."

په لسګونو مدني فعالانو، قومي مشرانو او مطرحه خلکو په اعتراضیه غونډه کې گډون درلودو
په لسګونو مدني فعالانو، قومي مشرانو او مطرحه خلکو په اعتراضیه غونډه کې گډون درلودو

د غونډې گډونوالو په دې هم خبرې وکړې چې که دولت د کندوز د ساتنې لپاره اقدام نه کوي د کندوز خلک به د دولت او طالبانو پر ضد پاڅون وکړي.

دوی ویل چې موږ ته حل یوه لار پاتي ده چې د دولت او طالب پر ضد قیام وکړو، دولت په توپونو د خلکو کورونه ولي هره ۲۴ ساعتونو کې ۵ کوره د دولت له خوا ورانیږي، په هر کور کې یو تن مړ او یو ټپي که حساب شي او که خلک هم په کې مړه نه شي نو کورونه ولې وران شي.

د دغې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې خلکو دولت ته لس ورځې وخت ورکړی که په کندوز کې د طالبانو پر وړاندې عملیات پیل نه شي دوی به له هغې ورسته فیصله کوي چې باید د ځان او کندوز د ساتنې لپاره څه وکړي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG