د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز: د زده کوونکو لپاره کافي ښوونځي نلرو


کندوز کې زده کوونکي په ښوونځیو کې د ټولګیو د کمبود په خاطر درې وخته زده کړې کوي. ددغه ولایت د معارف د سکتور مشران دغې برخې ته د پاملرنې غوښتنه کوي.

د کندوز د ښار او ولسوالیو په مرکزونو کې زده کوونکي په ښوونځیو کې درې وخته زده کړې کوي. د ابتدایه ښوونځیو زده کوونکي سهار وختي د منځني ښوونځي زده کوونکي تر ماسپښینه او له هغې وروسته د لیسې زده کوونکي ښوونځیو ته راځي.

د کندوز د معارف ریس محمد ظاهر نظم وايې چې د کندوز دښار په ټولو مرکزي لویو لیسو کې له پنځه زرو نیولې تر لسو زرو پورې زده کوونکي زده کړې کوي، چې له امله يې دوي په یو ښوونځي کې درې وخته زد ه کوونکي تنظیم کړي دي.

محمد ظاهر نظم د ښوونځیو دغې ستونزې ته په اشارې سره وویل " په کندوز کې د ښوونځیو په ودانیو کې ټولګي کم دي، په یو وخت کې د ټولو زده کوونکو د جذب ظرفیت نه لري، نو ځکه په دریو وختونو کې تنظیم شوي دي."

هغه زیاتوي چې که څه هم په ښوونځیو کې درې وخته زده کړې کیږي خو دوي د زده کوونکو درسي وخت نه دی کم کړی "د ورځو د لنډیدو او ګرمیو په وخت کې چې د معارف له خوا کوم رسمي وختونه ټاکل شوي پوره کیږي، خو د ټولګیو د پاکیدو په اړه ستونزه شته دی."

د لیسو او ښوونځیو ښوونکي هم وایې چې دوي د زده کوونکو لپاره هغه ډول فضا نه شي رامنځ ته کولای چې د زده کړو لپاره مناسبه وي. دوي وایې چې د یوې دورې او بلې دورې د زده کوونکو د رخصتۍ تر منځ هم دوي وخت نه لري چې ټولګي تنظیم کړي.

د ارچي ولسوالۍ یو تن زده کوونکی عرب خان بیا وایې چې د دوي په سیمه کې زده کوونکي دوه وخته په یوه ښوونځي کې زده کړې کوي، خو تر ټولو زیات يې د کتابونو د نشتوالي ستونزه ده چې باید معارف ورته پاملرنه وکړي.

هغه وايي " د ارچي ولسوالۍ په ښوونځیو کې هم ودانۍ کمې دي، خو تر ټولو لویه ستونزه د کتابونو کمبود دی چې د څو زده کوونکو لپاره یو کتاب ورکول کیږي."

په کندوز کې له څلورسوه زرو زیات زده کوونکي په ښوونځیو کې زده کړې کوي، چې تر نیمایي کمې يې نجونې دي، خو په مرکزي لیسو کې بیا نارینه او ښځینه زده کوونکې د ځای د کمبود په خاطر په دریو مختلفو وختونو کې ښوونځي ته راځي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG