د لاس رسي وړ اتصالات

په کندوز کي د ښځو نړیوال ورځ ولمانځل شوه


Archive
Archive
په کندوز کې د ښځو دنړیوالې ورځې د لمانځلو په خاطر یو شمیر ښځو خپل پیغامونه د سیمه ییزو راډیو ګانو له لوري له نورو سره شریک کړل.

ندا سلطاني د کندوز په یوه سیمه ییزه راډیو کې کار کوي، هغه د یوې داسې سیمې اوسیدونکې ده چې له ویرې خپل اصلي نوم او د سیمې نوم نه شي اخیستې، هغه وايي چې که خلک پرې پوه شي چې په یوه راډیو کې کار کوي، نو دکار د مخنیوي تر څنګ به ورته نورې ستونزې هم راولاړې شي.

ندا سلطاني په ژوندۍ بڼه خپرونه لري، هغه له اوریدونکو د هغوي د پیغامونو پوښتنه کوي، نن ورسره یو شمیر ښځو او نجونو د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل پیغامونه شریکول.

په کندوز کې د ښځو نړیواله ورځ نن رسمي ونه لمانځل شوه، خو د سیمه ییزو مطبوعاتو له لارې یو شمیر ښځو او نجونو خپل پیغامونه له نورو سره شریک کړل. دوي د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت له کورنیو غوښتنه کوله چې نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي او لکه د نارینه اولاد په څیر ورته د زده کړو زمینه برابر کړي.

ندا سلطاني وايي چې که څه هم ددوي سیمه ناامنه ده خو له هماغه لرې ځایه راځي او خپلې مطبوعاتي چارې مخکې وړي هغه داسي وايي ،، کورنۍ په مطبوعاتو کې د کار اجازه راکړې، خو زما نور خپلوان بیا زما د کار مخالفت کوي، نو ځکه مې په بدل نامه باندې کار پیل کړی. چې ومې نه پیژني،،.

دا چې ندا ولې د ټولنې د ټولو رواجونو پر خلاف په مطبوعاتو کې کار کوي هغه داسې وايي: ،، دوي ته له کوره دنجونو د باندې وتل شرم ښکاري او دوي وايي چې جینۍ د کور ده او باید د کور کارونه وکړي، خو له ماشومتوبه مې مینه وه چې کار وکړم او خپل وطن ته خدمت وکړم.،،

هغې له مطبوعاتو سره د خپلې مینې کیسه کوله، او له مطبوعاتو سره مینې يې ټولې ستونزې هیرې کړې دي:
،، په کور کې مې مور پلار او ټول غړي خپرونه اوري هغوي راته لارښوونه کوي چې باید ښه نطاقي وکړم.،،

ندا سږ کال له دولسم ټولګي فارغه شوی، او په کانکور ازموینه کې يې هم لومړی انتخاب د ژورنالیزم پوهنځی دی هغه داسي وايي ،، مونږ باید خپل مشکلات خپله حل کړو، د خلکو خبرو پسې نه ګرځو که دخلکو خبرو ته وګورې نو دوي ته خو مکتب ته د جینکو تګ هم ښه نه ښکاري.،،

په کندوز کې اوه سیمه ییزې ایف ایم راډیو ګانې خپرونې لري، چې له ډلې څخه يې د څلورو راډیو ګانو مشري ښځې کوي، او یوه راډيو یوازې د ښځو په نوم جوړه شوې ده، خو ددغو ټولو ایف ایم راډیو ګانو ښځینه کارکوونکي په مستعارو نومونو کار کوي، دوي له دې ویره لري چې کورنۍ ته به يې پیغور ورکړل شي او دوي به له ستونزو سره مخ شي نو ځکه يې په بدلو نومونو ځانونه مشهور کړي دي.
XS
SM
MD
LG