د لاس رسي وړ اتصالات

ځیني خلګ لوڼي ښوونځي ته نه لېږي خو بزګري په کوي


بریښنا د پونبچو د ډکو هومره قد لري، یوازې سر يې ښکاریده او سړی په دې پوهیده چې په پونبچو کې څوک ګرځي کله کله به يې لاس د بوټي سر ته اوچت شو او په غوزه کې بووږه شوې پنبه به يې ښکته کړه.

هغه سهار په دې نیت له کوره راووځي چې تر مازیګره به دوه منه (څوارلس کیلو) پنبه ټولوي او د هقان به ورته څلویښت افغانۍ ورکوي.

بریښنا ته يې بله خور چې تر هغې لویه ده د غرمۍ ډوډۍ پټي ته راوړي، هغه وايي چې څه پیسې په کور کې د مالګې او ګوګرد لپاره مورته ورکوي او په ځینو نورو بیا د ځان لپاره د سینګار مواد بنګړي لاکت، او نور اخلي.

هغه چې کله له کوره د پنبې په راټولولو پسې ووځي نو د سهار پرخه لا نه وي پاڅیدلي. هغه داسي وايي:،، سهار وختي راځم پخته ټولوم او مازیګر اذانونو سره ځم، ډوډۍ هم په پټي کې خورم.،،

که څه هم نجونې له سینګار سره علاقه لري، او پر خپلو لاسونو او پښو پام کوي خو د لس کلنې بریښنا لاس چاودلي او خړ پړ اوښتي، ځای ځای د پونبچو تیرو ډګو وینې کړي چې د لاسونو پر شا یې وینې وچې شوې دي، د هغې په فکر ټولې نجونې به ورته ژوند لري خو حقیقت داسي نه دی. هغه داسي وايي،، پلار مې مزدوري هم کوي خو زه په دغو پیسو بنګړي او لاکت اخلم.،،

بریښنا وايي چې ښوونځی يې لوسته خو اوس يې پریښې دی، که هغې زده کړې کولای نو اوس به په څلورم یا پنځم ټولګي کې وه، له هغې سره چې د مالګې او ګوګردو غم دی خاورې به درس ووايي، خو چې کله مې ترې د اختر په ورځو کې د نکریزو د ایښودلو وپوښتل خپل لاس يې راوښودل چې اوس يې د نکریزو رنګ پیکه شوی و، هغه به اوس د بل اختر په طمعه وي چې نکریزې په کې ولګوي. ،، مکتب مې ویلی خو اوس ترې راووتم.،،
یوازې بریښنا نه بلګه د هغې په څیر څو نورې نجونې هم د پنبې پر ټولولو بوختې وې، یو شمیر ښځې هم وې هغوي په پونبچو کې کښیناستې.

ډیرې برېښناګانې د لیک و لوست پر ځای پنبې شني

د بریښنا ملګرې تورپیکۍ هم د هغې په څیر سهار وختي له کوره راووځي، هغې سپینه لویه بوجۍ په یو لاس نیولې او پر اووږه يې اړولې او په بل لاس پنبه اڼوي، دوي دواړو په درې څلورو ساعتونو کې ایله بوجۍ نیمه کړې ده، تورپیکۍ هم د بریښنا په څیر کیسه کوي او وايي: ،، سهار وختي د پنبې د ټولولو لپاره راځم، که یومن پنبه ټوله کړم شل افغانۍ راکوي او که دوه منه ټوله کړم، نو څلویښت افغانۍ راکوي.،،

سپین ږیرې دهقان چې پر چینکچیانو (پنبه ټولونکي) ګرځي او پټکې پرې کوي چې باید پنبه په بوټي کې پرینږدي وايي چې سږ کال يې د اوبو د کمښت له امله حاصل کم شوی دی.،،هر کال به مو دوه ځل پنبه ټولوله خو سږ کال يې همدا یو ځل ټولوو، ځکه پنبه نه ده شوې، چینکچیانو ته د یو من پنبې په ټولولو شل افغانۍ ورکوو، څوک تر پایه پورې لس منه ټولوي او څوک شل.،،

په کندوز کې ټوله دهقاني نارینه کوي، د شولو له نهال او نینې کولو رانیولې تر نورو ډیرو وړو کارونو پورې خو د پنبې ټولول د ښځو په برخه رسیدلي، ځکه چې کار يې وخت او حوصله غواړي، د پنبې د ټولولو پیسې د کور د ښځو د خپل لاس ګټه وي دا د ښځو هغه پیسې دي چې نارینه په کې کار نه لري.
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG