د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریه کې کردي ملیشو ۶ مظاهره چیان وژلي


د سوریې د بشري حقونو د څار اداره وایي کردي ځواکونو د منبیج په سیمه کې ۶ عرب مظاهره چیان وژلي دي.

په منبیج کې اکثریت عربان اوسیږي خو کردي ځواکونو دا سیمه ۵ کاله وړاندې د اسلامي دولت یا داعش نه ونیوله. مظاهره چیان په پوځ کې د اجباري جلب جذب په خلاف لارو کوڅو ته راوتلي دي.

په منبیج کې مظاهره چیانو سړکونه بند کړي وو او د کردي ځواکونو په پوستو یې بریدونه هم کړي. د سوریې د بشري حقونو د څار اداره وایي امنیتي ځواکونو تر دې وروسته په مظاهره چیانو ډزې وکړلې او ۶ تنه یې ووژل.

د منبیج نظامي شورا د تشدد ملامتي په "جنایي شبکو"اچولی او وایي چې دې کسانو ته د بهرنیو او کورنیو ځواکونو لخوا امرونه کیږي. د نظامي شورا اشاره د سوریې حکومت او ترکیې ته وه.

د کردانو تر کنترول لاندې نظامي شورا ویلي چې د پوځ جلب او جذب د شاوخوا ۷ کالونو راپدیخوا روان دی او په مظاهره چیانو یې تور لګولی چې په همدې پلمې ګډوډي پیدا کوي.

کردي ځواکونو د عرب مشرانو سره نن چارشنبه د وضعیت د آرامولو لپاره خبرې اترې کړیدي. په خبرو کې موافقه شوې چې تر راتلونکو څیړنو بحثونو پورې په منبیج کې پوځ ته اجباري جلب او جذب بند شي.

تیره میاشت هم دوه مظاهره چیان وروسته تر هغه ووژل شول چې کردي ادارې د تیلو د بیو د لوړلو پریکړه وکړله او د سوریې په شمال کې خلکو د دې پریکړې په خلاف مظاهرې وکړلې.

XS
SM
MD
LG