د کویټ دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۲۶) اعلان وکړ چې د ایټالیا دوه وګړي د دې هیواد پر یوه حیاتي سیمه د ایران د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې تر ټپی کیدو وروسته مړه شوي.
په دې برخه کې یو باخبره سرچینې رویټرز ته ویلي چې دواړه د جرمني د دفاعي شرکت "راین میټال" تخنیکران وو.
د کویټ د دفاع وزارت ویاند سعود عبدالعزیز وویل، د دغه هیواد پوځ د کویټ په هوايي فضا کې څو بې پیلوټه الوتکې پېژندلې، تعقیب کړې او له منځه وړې دي. د هغه په وینا، په دې پیښو کې یو کویتي او یو پاکستانی وګړی ټپیان شوي دي.
د کویټ د بهرنیو چارو وزارت دا برید د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۸۱۷ پرېکړه لیک څخه جدي سرغړونه بللې ده.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني په دې برید کې د خپل هېواد د دوو وګړو په وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړېده.
ميلونې په خپل ایکس حساب چې د اروپايي شورا د غونډې پر مهال د دوو ایټالوي وګړو د مړینې په اړه خبره شوه او د برید له ټولو قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره یې خپله همغږي څرګنده کړه.
په ورته وخت کې د اروپايي کمیسیون رئیسې اورسولا وان درلین د دوو ایټالوي وګړو د مړینې په اړه خپله خواشیني څرګنده کړه او پر ایران یې د فشار د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
وان درلین په خپل ایکس حساب لیکلي: "موږ باید پر ایران فشار زیات کړو ترڅو د خپلو ګاونډیانو او په خلیج کې زموږ پر شریکانو د دغو نه منلو وړ بریدونو ته د پای ټکی کیږدي."
د اروپايي کمیسیون رئیسې زیاته کړه چې د نن ورځې پېښې دا په یادوي چې د خلیج سیمې امنیت د ټولې اورپا د امنیت سره ارتباط لري.
دا برید په داسې حال کې کیږي چې کویټ په وروستیو میاشتو کې ایران په مکرر ډول تورن کړی چې د دغه هیواد پر خاوره د توغندیو او بې پیلوټه بریدونه کوي.
تر دې وړاندې د جون په ۳مه، ایراني بې پیلوټه الوتکو د کویټ په نړیوال هوایي ډګر کې د مسافرینو پر ترمینل برید وکړ چې په پایله کې یې یو هندي وګړی ووژل شو او ۶۳ نور ټپیان شول.
ایران د کویټ پر هوایي ډګر په برید کې له هر ډول ښکېلتیا څخه انکار کړی دی.
فورم \ دبحث خونه