د لاس رسي وړ اتصالات

دوو کلونو کې څلور حکومتونه؛ د کویټ نوې کابینې لوړه وکړه


د کویټ نوې کابینه
د کویټ نوې کابینه

د کویټ نوی حکومت چې په دوو تیرو کلونو کې څلورم حکومت دی، د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۲۹ (مرغومي ۸) یې لوړه وکړه.

د کویټ مخکني حکومت د نومبر په میاشت کې وروسته له هغې استعفا وکړه چې د پارلمان سره یې پدې هیواد کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو پر سر خبرې نتیجې ته ونه رسیدې.

کویټ د څه دپاسه یوې لسیزې راهیسې چې د آل صباح کورنۍ په کې واکمنه ده، د پارلمان د منتخبو وکیلانو او حکومت ترمنځ د تود سیاسي جنجال او بحث ډګر ګرځیدلی چې څو ځله د هغه هیواد د پارلمان او کابینې د منحل کیدو سبب شوی دی.

له هغه وخت راهیسې چې د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې صباح الخالد د صدراعظم په توګه کار پیل کړی دا د هغه هیواد څلورمه کابینه ده چې جوړیږي.

کویټ د خلیج په څنډه کې یواځنی عربي هیواد دی چې بشپړه منتخب پارلمان لري. د کویټ پارلمان زیات تقنیني واک لري او کولای شي د کابینې د وزیرانو صلاحیت سلب کړي. په تیرو ټاکنو کې د حکومت سیاسي مخالفین او د هغوی متحدینو د پارلمان شاوخوا نیمایي ۵۰ څوکۍ خپلې کړي دي.

محمد الفارس او شیخ احمد ناصر المحمد الصباح چې د کویټ د حکومت په تیره کابینه کې په د ترتیب سره د تیلو او بهرنیو چارو وزیران وو، په نوې کابینه کې یې خپل مقامونه له لاسه ورکړي دي.

د کویټ د حکومت منتقد سیاستوال عبدالوهاب الرشید په نوې کابینه کې د مالیې د وزیر په توګه ټاکل شوی دی. الرشید تیره میاشت د کویټ له حکومت څخه غوښتي وو چې "د تیلو د بیې د لوړیدو او کښته کیدو پر ځای، په پایښت لرونکي اقتصاد تمرکز وکړي".

د کویټ اقتصاد هم د خلیج د نورو هیوادونو په څیر د کروناویروس د خپریدو او د تیلو د بیې په ټیټیدو سره اغیزمن شوی دی.

په وروستیو کلونو کې په کویټ کې د اصلاحاتو د رامنځته کیدو لپاره غوښتنې زیاتې شو؛ هغه هیواد چې د ۴.۸ میلیون نفوس ۷۰ فیصده یې غیر بومي وګړي دي.

XS
SM
MD
LG