د لاس رسي وړ اتصالات

د قرغزستان ولسمشر د ولسي اعتراضونو په نتیجه کې استعفی وکړه 


د قرغزستان ولسمشر سورنبای جینبیکوف نن د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۵ (تلې ۲۵) په هیواد کې د انتخاباتي کړکیچ په وجه د رامنځ ته شوي لس ورځني تاوتریخوالي او ولسي اعتراضونو په نتیجه کې استعفی وکړه.

ښاغلي جینبیکوف ویلي دي، پدې خاطر له کاره ګوښه کیږي چې د امنیتي ځواکونو او اعتراض کوونکو ترمنځ چې د هغه ګوښه کیدل غواړي، د لازیات تاوتریخوالي او وینې تویدنې مخنیوی وشي.

قرغزستان د اکتوبر د څلورمې پارلماني انتخاباتو راهیسې د سختې ناکرارۍ سره مخامخ دی. ددې هیواد د حکومت مخالفو ګوندونو دغه انتخابات وروسته له هغې ونه منل چې د ښاغلي جینبیکوف متحدین په کې بریالي اعلان شول.

وروسته له هغې چې د اپوزیسیون ملاتړي لارو کوڅو ته ووتل او دولتي ودانۍ یې ونیولې ددې هیواد مقاماتو رای باطلې اعلان کړې.

د قرغزستان ولسمشر تیره اونۍ اعلان وکړ چې غواړي استعفی وکړي، خو په روانه اونۍ کې بیرته له خپلې خبرې تیر شو او ویې ویل چې تر نویو ټاکنو پورې به په دې مقام پاته شي.

د چهارشنبې په ورځ ښاغلي جینبیکوف د پارلمان غوښتنه ومنله چې ملتپال سدر جباروف ددې هیواد صدراعظم شي. ښاغلی جباروف چې د جمهور رئیس سره د مخالفت په نتیجه کې بندي شوی و پلویانو یې تیره اونۍ پر زندان برید وکړ او هغه یې له زندان نه راوویست. جباروف او د هغه ملاتړو د ولسمشر جینبیکوف د استعفی غوښتنه کوله.

قرغزستان د پخواني شوروي اتحاد د منځنۍ اسیا یو کوچنی جمهوریت دی چې د چین سره سرحد لري. دا هیواد د کلونو راهیسې په سیاسي ناکراریو کې ښکیل دی او جینبیکوف درېیم جمهور رئیس دی چې د ۲۰۰۵ کال راهیسې د تاوتریخوالي ډکو اعتراضونو په نتیجه کې له کاره ګوښه کیږي.

XS
SM
MD
LG