د لاس رسي وړ اتصالات

نورستانۍ ښځې د پولیو واکسین په اړه عامه پوهاوی نه لري


دواکسین دپروسې مسولین وايي ولایتي شورا او دښځو ریاست دې په دې چارو کې مرسته وکړي.
دواکسین دپروسې مسولین وايي ولایتي شورا او دښځو ریاست دې په دې چارو کې مرسته وکړي.

د نورستان ولایت د پولیو واکسین د پروسې مشر ډاکټر سید حبیب واييکه څه هم له پخوا یې دکېدونکو کمپاینونو ساحه پراخه کړې،خو دښځینه برخې دعامه پوهاوي کچه کمرنګه ګڼي.

سید حبیب امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل چې د نورستان ولایتي شورا او د ښځو چارو ریاست دېله دوی سره مرسته وکړي څو د دې ولایت میندې د پولیو ناروغۍ په هکله معلومات تر لاسه کړي.

هغه وویل "دغه ښځو چارو ریاست ته مراجعین راشي او هغوی بیا په کور کې پوهاوی وکړي،چې واکسین وکړي او خپل ماشومان له ګوزڼ څخه وژغوري".

نوموړی وايي که څه هم په نورستان کې د واکسین پر وړاندې دوسله والو ډلو مخالفت کم شوی خو بیا هم ځینې کورنۍ د خپلو ماشومانوواکسین کېدل نه غواړي.

هغه په دغه برخه کې د ښځو عامه پوهاوی ضروري ګڼي او وايي د خپلو ماشومانو دژوند ژغورنې هڅې دې ګړندۍ کړي.

که څه هم نورستانۍ ښځې د دود او کلتور له اړخه ډېرې محکومې دي،خو په دغه ولایت کې دښځو چارو ریاست وايي تر خپلې یې روانه مبارزه تونده ساتلې ده.

ددغې ادارې مشره زاهده فیضان وايي "مونږ دخپل مسولیت له مخې دپولیو واکسین دعامه پوهاوي لپاره کار کړی او همېشه مې دهمکارۍ غږ کړی دی".

خو اغلې فیضان د واکسین د پروسې پر مشرانو نیوکه کوي، چې ولې یې تر اوسه په دغه برخه کې له دوی مرسته نه ده غوښتې.

په ورته وخت کې دنورستان ولایتي شورا هم وايي دخپل مسولیت له مخې یې ښځو ته دعامه پوهاوي لپاره هڅې کړي.

د ولایتي شورا غړی فاروق قانوني وايي دعامه پوهاوي لپاره یې د کلککار هوډ کړی دی .

هغه وویل "مونږ سره که دوی اړیکه ونیسي نو مونږ ورسره مرسته کوو. تقریبآ اتیا یا نوي سلنه له دوی سره مرستې ته تیار دي".

که څه هم په نورستان کې د واکسین د هر کمپاینپر مهالنژدې څلوېښت زره ماشومان واکسین کېږي خو په ځینو لرو پرتو سیمو او یا هم دکورنیو د مخالفتله کبله سلګونه ماشومان د پولیو له واکسین پاتې کېږي.

XS
SM
MD
LG