د لاس رسي وړ اتصالات

د لاهور په چاودنه کې یو شمېر خلک وژل شوي او ژوبل شوي


له پاکستان څخه راپورونه وايي‌ چې د لاهور په ښار کې په یو مارکیټ کې چاودنه شوې ده او تر دې دمه د لږ تر لږه دریو کسانو د وژل کېدو راپورونه خپاره شوي دي.

چاودنه د لاهور ښار په مشهور بازار «انارکلي» نن پنجشنبه جنوري ۲۰(مرغومې۳۰) شوې. اسوشیتډ پرس وايي‌چې په چاودنې کې شاوخوا ۲۶ تنه نور ژوبل شوي‌دي.

چاودنه دومره زوروه وره چې د «انار کلي» شاوخوا سیمو کې یې د هټیو هېندارې او شېشتې هم ماتې کړي دي.

د پولیسو یو چارواکي عابد خان ویلي دي چې ژوبل شوي‌ کسان نژدیو روغتونونو ته انتقال شوي او د ځینو یې وضعیت ښه نه دی.

د سیمه ایزو رسنیو تصویرونو کې ښکاري‌ چې د چاودنې په ځای کې یو ویجاړ او سوځېدلی موټر پروت دی. پولیس چارواکي وايي پلټنه کوي چې معلومه کړې چاودنه د څه له کبله وه.

د لاهور د پولیسو یو ویاند رانا عارف بیا ویلي دي چې چاودېدونکي توکي په یو موټر سایکل کې ځای په ځای شوي‌ وو او ښايي په ریموټ کنټرلېدل.

په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس وايي چې د بلوڅ بیلتونو غوښتونکو یوې ډلې، چې نوم یې اخیستل شوی نه دی، د دغه برید مسئولیت منلی دی.

تر دغې چاودنې څو ورځې مخکې پاکستان طالبانو په لاهور کې او خیبرپښتونخوا کې هم په پولیسو بریدونه کړي وو او یو شمېر یې وژلي او ژوبل کړي وو.

XS
SM
MD
LG