د لاس رسي وړ اتصالات

په لاهور کې د رنجیت سنگ مجسمه درول شوې


د لاهور په تاریخي شاهي کلا کې د پنجاب د پخواني حاکم مهاراجا رنجیت سنگ د درناوې په هدف د هغه مجسمه درول شویده. په دغه مجسمې کې هغه په یو لاس کې غشی په لاس په اس سپور دی

دغه مجسمه د پاکستان حکومت په برتانیې کې د میشت د سکانو د میراث د موسس بوبي سنگ بنسال په همکارۍ نصب کړیده.

په دغه مجسمې کې رنجیت سنگ د هغه په یو اس 'کهاربهار' ناست دی، چې د بوبي سنگ له قوله ورته د افغانستان د بارکزۍ قبیلې یو مشر دوست محمد خان په تحفه کې ورکړی و.

د مجسمې د لگولو په دغه مناسباتو کې گڼ شمیر سکانو گډون وکړ.

د پاکستان حکومتي چارواکي وویل چې حکومت غواړي چې خلک مذهبي ټورزم ته وهڅوي او د رنجیت سنگ مجسمه یې د دغو هڅو یوه کړۍ ده.

داسې ویل کیږي چې رنجیت سنگ څلوره زره اسونه لرل.

رنجیت سنگ په نولسمې پیړۍ کې لاهور فتح کړی و او شاوخوا څلویښت کلونه یې پری حکومت کړی و.

د سک مذهب پیروکاران او قوم پرسته پنجابیان رنجیت سنگ خپل اتل گڼي او هر کال د هغه تلین لمانځي.

دغه مجسمه د فقیر خانه په نوم د یو میوزیم اساس ایښودونکي فقیر سیف الادین جوړه کړیده. هغه امریکاغږ ته وویل چې د دې نه مخکې هم د سکانو د مشرانو مجسمې جوړې شویدي خو درنجیت سنگ مجسمه دومره دوامداره چې دیرش کلونه به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG