د لاس رسي وړ اتصالات

٪۴۰ کلیوال افغانان د توبرکلوز په اړه پوهاوی نه‌لري - ریپوټ


په ۲۰۱۸ میلادي کال کې نږدې ۴۹زره افغانان په توبرکلوز اخته شوي دي.
په ۲۰۱۸ میلادي کال کې نږدې ۴۹زره افغانان په توبرکلوز اخته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له توبرکلوز ناروغۍ سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل تازه ریپوټ کې ویلي، چې لا هم زیات شمیر افغانان د توبرکلوز د ناروغۍ په اړه پوهاوی نه لري.

د ډاکټرانو پر وینا، په افغانستان کې د چاپیریال ککړتیا، بې‌وزلي او په خلکو کې د پوهاوي نشتوالی په توبرکلوز ناروغۍ باندې د اخته کیدو عمده لاملونه دي.

په دغه ریپوټ کې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د چارواکو له قوله راغلي: "د افغانستان د کلیوالو سیمو ۴۰ فیصده اوسیدونکي او د ښارونو ۳۴ فیصده اوسیدونکي نه پوهیږي، چې توبرکلوز د ټوخي له لارې انقالیږي".

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روغتیا د نړیوال سازمان د ریپوټ په غبرګون کې وايي، چې له دغه وزارت سره د مرستندویو موسسو د همکارۍ په نتیجه کې اوس د توبرکلوز د ناروغۍ په اړه د افغانانو د پوهاوي کچه ۸۴ فیصدو ته رسېدلې ده.

په دغه وزارت کې د توبرکلوز د آمریت یو مسؤل ډاکټر نورآغا زاهد امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې د توبرکلوز په اړه د خلکو د پوهاي کچه "ډیره لوړه" شوې ده.

ښاغلي زاهد په افغانستان کې د توبرکلوز د ناروغانو د شمیرې په اړه وویل: "په ۲۰۱۸میلادي کال کې یې شمیر ۴۸زره او ۸۰۰ کسانو ته رسیده".

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت شیمرې دغه راز ښيي، چې په هر سل زرو کسانو کې چې په توبرکلوز ناروغۍ اخته دي، ۲۹ تنه یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د مارچ ۲۴مه د توبرکلوز له ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.

ملګري ملتونه وايي، چې لا هم توبرکلوز د نړۍ په کچه یوه وژونکې ناروغۍ ده.

XS
SM
MD
LG