د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني وايي نیول شوې ځمکې له غاصبینو خلاصوي


ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د ښاري پراختیا په دویم ملي کنفرانس کې خبرې کولې.
ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د ښاري پراختیا په دویم ملي کنفرانس کې خبرې کولې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي په افغانستان کې به د ښاري ځمکو غصب ته د پای ټکی کیږدي او هغه ځمکې چې په تېرو کلونو کې غصب شوي بېرته له غاصبینو څخه ستنې کړي.

ولسمشر غني دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د ښاري پراختیا په دویم ملي کنفرانس کې وکړې او زیاته یې کړه چې فساد د ښاري پراختیا په وړاندې یو لوی خنډ دی خو وايي چې ټولې غصب شوې ځمکې به له غاصبینو خلاصې کړي.

افغان ولسمشر په دې برخه کې د ولس پر ګډون ټینګار وکړ او ویې ویل " تر ټولو مهمه برخه دا ده چې خلکو ته ګډون ورکړو تر هغې چې په اساسي توګه خلکو ته ګډون ورنکړل شي په ښارونو کې خوندي ژوند نه رامنځ ته کیږي."

دغه راز، ولسمشر غني د ښاري پراختیا په برخه کې د خصوصي سکتور د ونډې یادونه وکړه او خصوصي سکتور یې د فساد عمده سرچینه وبلله.

ولسمشر غني وویل "سلګونه قراردادونه ما لیدلي چې خصوصي سکتور خپل کار نه دی کړی، نه په وخت نه په کیفیت، قیمتونه آسمان ته تللي دي او کیفیت تر ځمکې لاندې دی او په دې باره کې که خدای مکړه دا زلزله دوه سوه کیلومتره ژوره نه وای څه به کیدل دې ساختمانونو سره چې له مسلکي معیارونو پرته جوړ شوي دي."

د افغان ولسمشر پر وینا درې میلیارد ډالر د افغانستان په بانکونو کې شته خو له هغه ځایه چې د خصوصي کمپینو ساختماني معیارونه واضیح نه دي نو چا ته قرضه نشي ورکولی.

ښاغلي غني وویل چې له خصوصي سکتور سره به په مسلکي معیارونو کار وکړي او زیاته یې کړه چې د خصوصي سکتور له همکاریو پرته د دولت پروګرامونه نه عملي کیږي.

د افغانستان ولسمشر وویل، په تیرو څوارلسو کلونو کې د پیسو د نه لګولو له امله میلیاردونه ډالر ضایع شوي دي. هغه د پیسو د لګولو د وړتیا په لوړولو ټینګار وکړ.

دغه راز، ولسمشر غني د ښاري پراختیا په کنفرانس کې افغان صنعت کارانو ته ډاډ ورکړ چې په ټولو ساختماني پروژو کې د کورني تولیداتو کارولو ته لومړیتوب ورکوي.

افغان ولسمشر وویل اړتیا ده چې په هره برخه کې پانګونه وشي او د ښارونو د تنظیم په برخه کې د یو متفکر پلاوي د جوړولو یادونه وکړه.

په همدې توګه ولسمشر غني په ښاري پراختیا کې د جوماتونو او دیني عالمانو ونډه مهمه وبلله او د کنفرانس له سمبالوونکو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې د دیني عالمانو ونډه په پام کې ونیسي.

هغه د داسې ودانیو پر جوړولو ټینګار وکړ چې د اسلامي ثقافت استازولي وکړي.

XS
SM
MD
LG