د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې "۱،۶ میلیون جریبه ځمکه" غصب شوې


د افغانستان د ځمکو د سروې اداره وايي چې د هیواد په لږترلږه ۳۰ ولایتونو کې ۱،۶ میلیون جریبه دولتي ځمکه د بیلابیلو کسانو لخوا غصب شوې ده.

له شپیتمې میلادي لسیزې څخه وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د ځمکو سروې ترسره کیږي.

کونړ، نورستان، دایکندي او پنجشیر هغه ولایتونه دي چې د ځمکو د سروې اداره وايي دولتي ځمکه پکې نده غصب شوې.

د افغانستان د ځمکو د ادارې د اطلاعاتو ویاند حشمت الله ناصري امریکا غږ ته وویل که څه هم تراوسه دقیقه شمیره معلومه نه ده، خو د دوی سروې ښيې چې د افغانستان په کچه ۱،۶ میلیون جریبه ځمکه د سیمه اییزو زورواکو لخوا غصب شوې ده.

د ښاغلي ناصري په وینا کابل، بلخ، هرات او کندهار هغه ولایتونه دي چې د دولتي ځمکو د غصب کچه پکې خورا لوړه ده. ددې جملې نه په کابل کې ۸۵۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.

د ځمکې د سروی چارې
د ځمکې د سروی چارې

د افغانستان د ځمکو د ادارې ویاند حشمت الله ناصري وايي: "په تیرو څلور کلنو کې نږدې ۵۰۰۰۰۰ جریبه ځمکه بیرته راګرځولې او د ځمکو د ۱۸۸۲۳ غاصبینو لست برابر شوی او د دوی نومونه د افغانستان عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوې دي".

د افغانستان د ځمکو اداره وايي دوی هیله من دي چې عدلي او قضايي بنسټونه د دولتي ځمکو په بیرته راستنولو کې له دوی سره همکاري وکړي.

د ځمکو سروې

د ۱۳۹۷ لمریز کال د حمل میاشتې راهیسې د افغانستان د ځمکې ادارې څه باندې دوه میلیون جریبه ځمکه سروې کړې او په سیستم کې ثبت کړې ده.

د افغانستان د ځمکو ادارې د معلوماتو له مخې دوی په ۲۸ ولایتونو کې دوه میلیونه ۱۴۸ زره او ۶۶۰ جریبه دولتي ځمکه او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه سروې کړي دي.

له دې مجموعي شمیرې څخه ۱۸۰۸۴۰ جریبه په کابل، ۱۳۴۲۳۵ جریبه په بلخ، ۱۰۳۹۴۸ جریبه په هرات، ۱۰۲۶۰۳ جریبه په ننګرهار، ۷۰۰۷۲ جریبه په کندهار، ۷۲۴۶۲ جریبه په کندوز، ۱۳۶۱۰۸ جریبه په نیمروز او پاتې څه باندې یو میلیون جریبه ځمکه په ۲۱ ولایتونو کې سروې شوې ده.

د ځمکې سروی
د ځمکې سروی

د افغانستان د ځمکو د ادارې ویاند حشمت الله ناصري امریکا غږ ته وویل چې په ۶ ولایتونو کونړ، نورستان، پنجشیر، بدخشان،ارزګان او فراه کې دوی تراوسه سروې نه ده کړې او ټاکل شوې چې په ۲۰۱۹ کال دا سروې بشپړه کړي، دی وايي چې ځیني وخت ناامني د دوی د کارونو پر وړاندې خنډ هم دی.

د افغانستان د ځمکو اداره وايي په ټول هیواد کې د دولتي ځمکو کره شمیرې معلومول، د حکومت د پالیسیو، پلانونو، اقتصادي، پراختیايي او ټول ‌ګټو پروژو ښه تطبیق، د دولتي ځمکو له غصب څخه مخنیوي او همدا راز راستنیدونکو، کورني بې ځایه شویو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو وژل شویو منسوبینو کورنیو ته په عادلانه توګه د ځمکو وېش د دولتي ځمکو بانک جوړول د دوی له عمده کارونو څخه شمیرل کیږي.

د دولتي ځمکو بانک عملي چارې همدا اوس د ۱۱۹ کسانو لخوا پر مخ وړل کیږي.

XS
SM
MD
LG