د لاس رسي وړ اتصالات

د سلگونو نجونو جنسي ځورونکی د ١٧٥ کلونو په بند محکوم شو


د امریکا د میشیگن په پوهنتون کې د سپورټ یو ډاکټر لیري نصار چې د نجونو لوبغاړو علاج به یې کاوه، د اوو ورځو د محاکمې نه وروسته د ۴٠ کلونو نه واخله د ١٧٥ کلونو پورې په بند محکوم شو.

لیري نصار د امریکا د ځینو په نړیواله کچه د مشهورو او تکړه لوبغاړو ډاکټر و.

د محکمې قاضۍ روزمیري اکلینا هغه ته د سزا اورولو په مهال وویل چې "ما دا اوس ستا د مرگ امر لاسلیک کړ.زه فکر نه کوم چې تا چې څه کول، هغه علاج و، ته د زندان نه د باندې د یوې ورځ تیرولو حق نلری."

په نصار دا تور دی چې په سلگونه تنه جینکۍ چې عمرونه یې د پنځو کلونو نه واخله د پنځلسو کلونو پورې و، د علاج په بانه جنسي توگه ځورولي دي. هغه په خپل کمپیوټر کې د ځینو ماشومانو عکسونه هم جمع کړیدي. د هغه په کمپیوټر کې شاوخوا ٣٠ زره د ماشومانو عکسونه دي. چې ځینې پکې د ٦ کلونو د ماشومانو دي.

نصار د نومبر په ٢٢ نیټه د محکمې په وړاندې په ځان لگیدلي تورونه منلي و. کله چې د هغه محاکمه پیل شوه نو ١٦٩ جینکۍ محکمې ته حاضرې شوې، د هغه په ضد یې گواهي ورکړه او هغه ته یې ځینې ډیرې احساساتي خبرې وکړی.

نصار د دغو جینکو د خبرو اوریدو په وخت داسې هم وویل چې د نورو جینکو د خبرو اوریدو حوصله نه لري. خو په محکمې کې موجودې قاضۍ هغه ته په ځواب کې وویل چې هغه جینکۍ چې خپلې ترخې خاطرې بیانولو غواړي، هغوي ته اجازه شته.

قاضۍ نصار ته هم اجازه ورکړه چې د دغو ١٦٩ جینکو د تورونو په ځواب کې هغه څه ویل غواړي. هغه وویل چې په دی پوهیږي چې دغو جینکو سره یې بد کړیدي او دا چې هغه بخښنه غواړي.

د نصار یو ملگري هم د هغه په ضد وویل "تا فکر کاوه چې دا جینکۍ په ټول عمر ماشوماني وي، دا ټول عمر کوچنۍ نه پاتي کیږي، دا جینکۍ اوس زوراورې ښځې دي او د دی وړ دي چې ستا گناهونه نړۍ ته ښکاره کړي."

د تیر کال د نومبر د میاشتې نه چې کله د نصار محاکمه شروع شویده، د امریکا په مطبوعاتو پرې ډیر رپورټونه خپرول او په خاصه توگه د تیرو اوو ورځو نه چې کله هغه جینکو په محکمې کې خپل بیانونه ثبوتول پیل کړل چې هغه پرې جنسي تیري کړیدي.

د دغو نجونو د جملې نه ځیني نجونې د امریکا د جمناسټک مشهورې لوبغاړي دي.


  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG