د لاس رسي وړ اتصالات

نکي هیلي: ښځې د جنسي ځورونو په ضد د غږ پورته کولو حق لري



په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفېرې نکي هیلي ویلي دي چې هغه ښځې چې په ولسمشر ډونالډ ټرمپ باندې یې د جنسي ځورونو تورونه لگولي و ، حق لري چې خبره یې واوریدل شي.

دغه خبرې اغلې نکي هیلي د سي بي ایس ټلویژون سره په یوې ځانگړې خپرونې کې کړیدي. هغې وویل "هره یوه ښځه چې په هر چا تور ولگوي، حق لري چې خبره یې واوریدل شي."

کله چې د نکي هیلي نه دا وپوښتل شوه چې ایا په انتخاباتو کې د ولسمشر ټرمپ کامیابۍ دغه مسله حل کړېده نو هغې وویل "زه پوهیږم چې هغه انتخابات گټلي دي خو باید ښځې هر وخت وکولی شي چې هغوي خپله خبره وکړي او پکار ده مونږ د هغوي خبره واورو."

د نکي هیلي دا تبصره د نورو حکومتي چارواکو د دریځ په پرتله فرق لري. سپینې ماڼۍ ویلي دي چې هغه ښځې چې په ولسمشر یې تورونه لگولي دي، دروغ وایي او دا چې امریکایي ولس ولسمشر ټرمپ ته په انتخاباتو کې د رایو ورکولو سره د هغو ښځو تورونه رد کړیدي.

په واشنگټن کې تیره اونۍ د جنسي ځورونو د تورونو په وجې د کانگرس دریو غړو د خپلو دندو نه استعفی ورکړه.

د ښاغلي ټرمپ د ولسمشر په توگه د ټاکل کیدو نه مخکې لسو تنو ښځو په هغه د جنسي ځورونو تورونه لگولي و.

د ٢٠١٦ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین په دوران کې د ولسمشر ټرمپ د ٢٠٠٥ کال یوه ویډیو خپره شوه چې په هغې کې ولسمشر ټرمپ د ښځو د جنسي ځورنو په اړه خبرې کوي. ولسمشر ټرمپ دغه ټول تورونه رد کړیدي او د ٢٠٠٥ کال د ویډیو په هکله یې د ولس نه بخښنه غوښتي وه.

نکي هیلي وویل چې په هغو ټولو ښځو ویاړ کوي چې د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې یې د جنسي ځورونو په ضد غږ پورته کړیدی.

XS
SM
MD
LG