د لاس رسي وړ اتصالات

د چین له زبرځواک کېدو نه د امریکا د کانګرس د غړو اندېښنه


د امریکا کانګرس
د امریکا کانګرس

د امریکا د استازو د جرګې د استخباراتو د کمیټې غړي د چین د زبرځواک کیدو ګواښ په اړه د خبرداري په ترڅ کې وایي واشنګټن تر اوسه ندی توانیدلی د چین سره چې د یو نړیوال زبر ځواک کیدو په حال کې دی سیالي وکړي.

دغه اندیښنې چې د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۳۰ (تلې ۹) په دوو ځانګړو رپوټونو کې بیان شوي د امریکا د متحده ایالاتو په استخباراتي سازمانونو او قانون جوړونکو انتقاد کوي چې ولې ډیره موده پدې باور وو چې د چین سره د سوداګرۍ او راکړې ورکړې زیاتیدل به ددې سبب شي چې بیجینګ بالاخره ځان د لویدیځو ارزښتونو سره ځان عیار کړي.

پدغو رپوټونو کې استدلال شوی چې د امریکا متحده ایالات پداسې حال کې د چین د شا ته کولو هڅه کوي چې خپل نړیوال موقف چین ته له لاسه ورکوي.

په رپوټ کې ویل شوي: "خطرونه زیات دي... په پام وړ اندازه د منابعو د نه نوي کولو په صورت کې ښایي د امریکا د متحده ایالاتو حکومت او استخباراتي ټولنه په نړیوال ډګر کې د چین سره د سیالۍ د دوام لپاره په راتلونکو لسیزو کې د اړینو نتیجو په ترلاسه کولو بریالي نشي."

د استازو د جرګې د استخباراتو د کمیټې په رپوټ کې چې د استخباراتي مقاماتو سره د سلګونو ساعتونو مرکو او زیات شمیر څیړنو د ارزونو په اساس برابر شوی د امریکا پر استخباراتي سازمانونو انتقاد شوی چې هغوی ډیر زیات د ترهګرۍ ضد ماموریت ته پاملرنه کړې او ندي توانیدلي چې ځانونه د نړۍ بدلیدونکو ګواښونو سره عیار کړي.

په رپوټ کې راغلي: "پداسې حال کې چې متحده ایالات د القاعده، داعش (اسلامي دولت) او د هغې د اړوند څانګو سره په نښتو کې مشغول وو، پر نړیوال سیستم باندې د واشنګټن له چلنج پرته واکمني له منځه تللې ده."

دغه کمیټه سپارښتنه کوي چې د چین او د نورو رامنځ ته کیدونکو ګواښونو سره د ښې مقابلې لپاره د امریکا استخباراتي ادارې باید په انټرنټ، ټولنیزو رسنیو او نورو ځایونو کې د موجودو اطلاعاتو نه ښه استفاده وکړي.

پدې رپوټ کې همداشان ویل شوي چې د امریکا استخباراتي مقامات د نړیوالې روغتیا، اقتصادي مصؤنیت او د اقلیم د بدلون په څیر غیر فوري او غیر پوځي ګواښونو ته زیاته پاملرنه وکړي.

دوهم رپوټ چې د جمهوري غوښتونکو وکیلانو له لورې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، هغه هم له انتقادونو ډک دی او د واشنګټن-چین په ستراتیژۍ کې د بدلون لپاره څه دپاسه ۴۰۰ وړاندیزونه په کې ذکر شوي دي.

پدې رپوټ کې خبرداری ورکړل شوی: "په ټوله نړۍ کې د دموکراسۍ او ازادۍ د ساتلو لپاره د امریکا متحده ایالات باید په غوڅه توګه زمونږ له متحدینو سره یو ځای عمل وکړي تر څو د عمل ابتکار بیرته ترلاسه کړي."

پدې رپوټ کې همداشان راغلي دي چې د چین د کمونیست ګوند ایډیالوژي د بین المللي سیستم د اساسي اصولو خلاف ده او د امریکا امنیت او نیکمرغي له ګواښ سره مخامخ کوي.

کاري ډلې د امریکا د کانګرس له غړو غوښتي چې د چین پر ضد د استخباراتو ضد اقدامات زیات کړي او ډاډمن شي چې د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت طبي اکمالاتو خوندیتوب نور په چین کې جوړ شویو توکیو ته اړتیا ونلري.

XS
SM
MD
LG