د لاس رسي وړ اتصالات

مک‌کانل د غني سره له کتلو وروسته: بایډن دې د عسکرو ایستل وځنډوي


د امریکا د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشر سناتور مچ مک‌کانل هیله څرګنده کړې چې د طالبانو پوځي پرمختګ او د کابل د پرځیدو احتمال ته په کتلو د امریکا جمهور رئیس جو بایډن باید د افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو پالیسي وځنډوي.

ښاغلي مک‌کانل د پنجشنبې په ورځ جون ۲۴ (چنګاښ ۳) متحده ایالاتو ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني د سفر په لومړۍ ورځ د کانګرس په ماڼۍ کې له ښاغلي غني سره وکتل. د افغانستان مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، هم پدې کتنه کې د ښاغلي غني سره مل و.

ښاغلي مک‌کانل د ملاقات نه وروسته په یوې اعلامیې کې لیکلي، "ویاړم چې د کانګریس په ماڼۍ کې مې جمهور رئیس غني ته پداسې حال کې هرکلی ووایه چې د دواړو هیوادونو اړیکې په یوې نازکې شیبې کې دي."

هغه زیاته کړې چې: " د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د ایستلو په هکله د جمهور رئیس بایدڼ پریکړې زمونږ افغان شریکان د هغو ګواښونو په مقابل کې یوازې پریښي چې د هغه [بایډن] سلاکارانو هم منلې چې شدید او مخ په خرابیدو دي."

ښاغلي مک‌کانل استدلال کړی چې د امریکایي ځواکونو په وتلو سره طالبان زړور شوي او د وروستیو کلونو د لاسته راړونو د په شا کولو هڅه کوي چې په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړه او د کابل د نیولو په تکل کې دي. خو بیا هم هغه ټینګار کړی چې دغه "غمیزه" د مخنیوي وړ ده.

د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د بهیر د پیل راهیسې چې د مۍ په لومړۍ نیټّ پیل شوی د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو په ضد د طالبانو بریدونو زور اخیستی او په څو تیرو اونیو کې یې څو ولسوتاۍ نیولي دي.

ښاغلي مک‌کانل د امریکا د دفاع وزیر په ګډون د لوړپوړو پوځي مقاماتو په څرګندونو باندې په تکیه کولو خبرداری ورکړی چې د طالبانو د تحرکاتو او شورش په زیاتوالي سره د القاعده شبکه د بیا راپورته کیدو نیت لري.

د امریکا د دفاع وزیر لوید آستن یوه اونۍ مخکې ي د امریکا د سنا د وسله والو ځواکونو د خدماتو کمیټې ته په استماعیه غونډه کې وویل د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بشپړه وتلو وروسته به د القاعده شبکې او نورو تروریستي ډلې په دوو کلونو کې ددې توان ولري چې امریکا او متحدین یې وګواښي.

سناتور مک‌کانل په اعلامیې کې ویلي چې هیله ده جمهور رئیس جو بایډن د افغانستان نه د عکسرو د ایستلو پریکړه وخڼدوي.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې رئیس باب منندز، هم په یو ټویټ کې لیکلي چې د جمهور رئیس غني او ښاغلي عبدالله سره به وګوري. هغه ویلي چې: "د طالبانو وروستیو پوځي پرمختګونو ته په پاملرنې د [افغاني] نجونو او ښځو د ساتنې لپاره په اقداماتو او دا چې امریکا څنګه کولای شي په افغانستان کې د ثبات ملاتړ وکړي، پدې لړه به خبرې وکړو."

جمهور رئیس غني سره په دې سفر کې د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او یو شمیر نور چارواکي ملګرتیا کوي.

XS
SM
MD
LG