د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل او لبنان د امریکا په منځګړیتوب د خبرو نوي پړاو ته چمتو شول

د لبنان د حکومت مرکچي پلاوی د دوشنبې په ورځ د اګست ۳مه د ایټالیا پلازمېنې روم ته روان شو. ټاکل شوې د امریکا په منځګړیتوب د اسرائيل او لبنان ترمنځ د مستقیمو خبرو اووم پړاو د سه شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د امریکا په سفارت کې ترسره شي.

د لبنان د اطلاعاتو وزیر پاول مارکاس وویل، صدراعظم نواف سلام هڅه کوي چې اسرائيل په تدریجي ډول د لبنان له خاورې خپل ځواکونه وباسي، څو په پای کې د دغو ځواکونو بشپړ وتل یقیني شي.

د نوموړي په وینا، د لبنان حکومت د اسرائيلي بریدونو او چاودنو د درولو لپاره له نړیوالو شریکانو او ملګرو هېوادونو سره اړیکې نیولې دي، څو پر اسرائيلو فشار زیات چې بریدونه پای ته ورسېږي.

د الشرق الاوسط ورځپاڼې د یوه لبناني سرچینې په حواله راپور ورکړی چې د لبناني پلاوی به په خبرو کې د بشپړ اوربند غوښتنه وکړي. د لبنان په وړاندیز کې د ټولو جنګي عملیاتو درول او د امریکا له خوا دا تضمین هم شامل دی چې اسرائيل به نیول شوي ښارونه او کلي نه ورانوي.

په همدې حال کې، د راپور له مخې اسرائيلو واشنګټن ته ویلي چې حزب الله باید سمدستي د علي الطاهر په لوړو سیمو کې خپلې پوځي اډې تخلیه کړي.

راپور زیاتوي چې اسرائيل چمتو دي د لبنان پوځ ته اجازه ورکړي چې د دغې سیمې د تخلیې لپاره منځګړیتوب وکړي، خو خبرداری یې ورکړی چې که دا هڅه ناکامه شي، اسرائيلي ځواکونه به د سیمې بشپړ پوځي کنټرول په لاس کې واخلي.

تر اوسه د دغو خبرو د احتمالي پایلو په اړه کوم رسمي جزییات نه دي خپاره شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG