د لاس رسي وړ اتصالات

د لبنان د چاودنې لومړنۍ کالیزه ؛ فرانسه وایي ملت ته باید ریښتیا وویل شي


د بیروت په چاودنې کې سلګونه کسان ووژل شول او یو مهم بندر پکې ړنګ شو.
د بیروت په چاودنې کې سلګونه کسان ووژل شول او یو مهم بندر پکې ړنګ شو.

د لبنان په پایتخت بیروت کې د زورورې چاودنې یو کال پوره شو. چاودنه د ۲۰۲۰ کال د اګست په ۴مه وشوه، لږ تر لږه ۲۴۰ تنه پکې ووژل شول او نږدې وه چې د لبنان اقتصاد چې وار د مخه د ستونزو سره مخ و، سقوط وکړي.

د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون چې د چاودنې نه وروسته هم لبنان ته تللی و او د مرستو ژمنه یې کړې وه د څه باندې ۴۰ هیوادونو د آنلاین غونډې مشري کوي او غواړي چې د لبنان لپاره بسپنه راټوله کاندي.

ښاغلي مکرون پخپله د سل ملیون یورو مرستو ژمنه وکړله خو تر څنګ یې دا خبرداری هم ورکړ چې د لبنان ولس ته باید د بیروت د چاودنې په هکله ریښتیا وویل شي.

ښاغلي مکرون وویل، "فکر کوم د لبنان په مشرانو د ولس دا حق دی چې ریښتیا ورته وویل شي او هر څه راڼه وي."

د فرانسې جمهور رئیس د بسپنې راټولولو پدې کنفرانس کې پلان لري چې لږ تر لږه ۳۵۰ میلیون ډالر د عاجلو مرستو په توګه د لبنان د ولس لپاره راټولې کړي خو هغه د لبنان په مشرانو تور ولګاوه چې په قصدي توګه غواړي چې وضعیت خراب وي.

مکرون وویل، "دا تاریخي او اخلاقي غلطي ده. د ولس سره مرستې هیڅ کوم شرط نلري خو د لبنان د سیاسي نظام لپاره هیڅ ډول سپین چک نشته."

د بسپنې راټولو په کنفرانس کې د امریکا، مصر، فرانسې او لبنان د جمهور رئیسانو تر څنګ د نړۍ څه باندې د ۴۰ هیوادونو او ادارو مشران برخه لري.

سره لدې چې په لبنان کې د سون مواد، دارو درمل او خوراکي مواد پدې تیرو څو میاشتو کې کم شوي خو لا هم د سیاسي ګوندونو تر منځ د اختلافاتو له وجې دا هیواد پدې ندی توانیدلی چې نوی حکومت جوړ کړي چې نړۍ ورسره اقتصادي مرستې وکړي.

په لبنان کې په تیر یو کال کې حکومت نه و او نوي ټاکل شوي صدراعظم نجیب میقاتي چې یو میلیاردر سوداګر دی هیله درلوده چې د بیروت د چاودنې د لومړۍ کالیزې پورې به کابینه جوړه کاندې خو د کابینې د غړیو د ټاکلو پر سر لا هم نانندرۍ روانې دي.

د بسپنې راټولو په کنفرانس کې هم د لبنان په حکومت دا شرط ایښودل شوی چې داسې یو حکومت او سیاسي نظام به جوړوي چې د نورو اصلاحالاتو تر څنګ د پراخ اداري فساد او رشوت خورۍ سره مبارزه وکړي.

د بیلګې په توګه د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس په غونډې کې وویل چې د حکومت د جوړیدو او عاجلو اصلاحاتو په برخې کې هیڅ پرمختګ ندی شوی.

ښاغلي ماس دا "غیرې مسؤلانه" عمل وباله.

XS
SM
MD
LG