د لاس رسي وړ اتصالات

د لبنان د یو زندان نه ۶۹ بندیان تښتیدلي


پولیسو د خلکو نه غوښتي چې د خپلو ځانونو د خوندیتوب لپاره دې بیدار وي.
پولیسو د خلکو نه غوښتي چې د خپلو ځانونو د خوندیتوب لپاره دې بیدار وي.

په لبنان کې پولیس وایي د جمهوري ریاست سره نږدې د یو زندان نه چې امنیتي تدابیر پکې په جدي توګه څارل کیږي، ۶۹ بندیان تښتیدلي دي.

پولیسو همدارنګه ویلي چې په محلي وخت نن د شنبې د ورځې تر ماسپښینه یې ۱۵ بندیان نیولي او د ۴۴ درک لا ندی معلوم. د پولیسو په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې ۵ بندیان هغه وخت ووژل شول چې د غلا په موټر کې سپاره و او موټر د ونې سره وجنګیده.

د موټر پدې ټکر کې یو بندي ټپي شوی او چارواکو د علاج لپاره روغتون ته وړی. پولیس وایي د نورو بندیانو د پیدا کولو لپاره د لټون عملیات روان دي. د پولیسو سره د لټون په عملیاتو کې سیمه ایز امنیتي پرسونل هم همکاري کوي.

تر اوسه نده معلومه چې دا بندیان څنګه د بیروت په لویدیځ کې د بعبدا د زندان نه تښتیدلي خو څارنوالې غادا آعون د پیښې په هکله د ژر تر ژره څیړنو امر کړی.

میرمن آعون د اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې " ممکن د زندان محافظینو د بندیانو سره لار جوړه کړې وي او د هغوي د تښتیدو لپاره یې شرایط برابر کړي وي."

په همدې حال کې یوې مور خپل ۲۲ کلن زوی چې د یو کس د وژلو په کوښښ کولو تورن و او د زندان نه تښتیدلی و، بیرته یې زندان ته سپارلی. د جومامانا برجاوي په نامه دا میرمن وایي چې زوی یې بې ګناه دی.

دا کسان پداسې حال کې د زندان نه تښتي چې په ټول لبنان کې بندیانو د پارلمان نه غوښتي چې د عمومي عفوې د قانون مسودې دې منظوره کړي. که دا مسوده منظوره شي زرګونه بندیان به د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر آزاد شي.

د کرونا ویروس په لبنان کې ۱۱۳۰۰۰ کسان نیولي او ۸۸۴ یې وژلي دي.

د دې ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر اوس مهال په لبنان کې د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو او راټولیدو محدودیتونه او بندیزونه لګیدلي او د چارواکو په وینا چې د میاشتې تر پایه به ادامه ولري.

XS
SM
MD
LG