د لاس رسي وړ اتصالات

لبنان د سوریې کډوالو د بېرته ستنېدو غږ وکړ


په بیروت کې د یکشنبې په ورځ (جنورۍ ٢٠) د عرب لیگ هیوادونو اقتصادي غونډه جوړه شوه.

د لبنان جمهور رئیس میکل اوون د عرب په غونډه کې د نړۍ له ځواکمنو هیوادونو وغوښتل چې په سوریه کې د هر ډول سیاسي حل پرته دې د سوري مهاجرو بیرته تگ ته زمینه برابره کړي.

د ٢٠١١ کال راهیسې چې په سوریه کې کورنۍ جگړه پیل شوې څه دپاسه یو میلیون سوري مهاجر لبنان ته تللي دي چې د رپوټونو له مخې هلته په ډیر سخت غربت کې ژوند کوي. د ملگرو ملتونو د مهاجرت سازمان په وینا په مجموعي توگه د سوریې ٥،٦ میلیون وگړي په پنځو گاونډیو هیوادونو، ترکیه، لبنان، اردن، مصر او عراق ته مهاجر شوي دي.

ملگري ملتونو وایي تر اوسه سوریه د مهاجرو د بیرته ستنیدو لپاره امن نده، خو لبناني چارواکو پداسې حال کې د سوري مهاجرو د بریته ستنیدو غږ کړی دی چې د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد حکومت د روسیې او ایران په مرسته د هیواد زیاتې سیمې بیرته تر خپلې ولکې لاندې کړي دي.

د ٢٠١٣ کال راوروسته د عربي اتحاد ٢٢ هیوادونه د لومړي ځل لپاره پداسې حال کې اقتصادي او پرمختیایي غونډه کوي چې سوریه، یمن او لیبیا لاهم په کورنیو جگړو کې ښکیل دي او عراق پر داعش باندې له بریالیتوب وروسته د بیارغونې د سخت چلنج سره مخامخ دی.

قطر د سوریې د رژیم ضد یاغیانو یو له عمدو ملاتړو څخه دی. ددې هیواد مشر شیخ تمیم بن حامد التاني او د موریتانیا جمهور رئیس یواځني عرب مشران دي چې د لبنان په غونډه کې یې گډون کړی، د عربي اتحاد د نورو هیوادونو دې غونډې ته ټیټ پوړي پلاوي استولي دي. د لبان د حزب الله ډله چې ایران یې ټینگ ملاتړ کوي پدې ټینگار کاوه چې بشارالاسد باید غونډې ته وبلل شي.

له بلې خوا د بشارلاسد په مشرۍ حکومت د وروستیو بریاو په نتیجه کې عربي متحده اماراتو او بحرین په دمشق کې بیرته خپل سفارتونه فعال کړي دي.

په لبنان کې یو میلیون سوري مهاجر اوسیږي چې ددې هیواد د نفوس څلورمه برخه دي.

XS
SM
MD
LG