د لاس رسي وړ اتصالات

نامتو افغان سندرغاړی استاد ګل زمان مړ شو


د افغانستان نوموتی سندرغاړی استاد ګل زمان د ۸۵ کالونو په عمر وفات شو.

د استاد ګل زمان یو زوی امریکا غږ ته د خپل پلار مړینه تائید کړه او وې ویل چې هغه پدې تیرو دوو اوونیو کې سخت ناجوړ و.

استاد ګل زمان د افغانستان د مشهورو سندرغاړو څخه و چې څه باندې ۵۷ کاله یې سندرې، ترانې او شعرونه وویل او هم یې ګڼ شمیر افغان سندرغاړو ته سندرې کمپوز کړلې.

هغه د سندرو ویل په ۱۳۴۳م کال کې د افغانستان په ملي راډیو تلویزیون کې پیل کړل او په ۱۳۶۲ کال کې یې په افغانستان کې د سندرو په جوړولو کې لومړی مقام وګاټه.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت استاد ګل زمان ته د "موسیقۍ د بابا" لقب هم ورکړی و.

د افغانسستان دې نوموړي سندرغاړي د استاد اول میر، احمد ظاهر، نغمې او ځینو نورو مشهور افغان سندرغاړو لپاره د سندرو طرزونه جوړ کړي.

ګڼ شمیر افغان سندرغاړو او مینه والو د استاد ګل زمان په مړینه په ټولنیزو شبکو کې خفګان ښودلی.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي هم د استاد ګل زمان په مړینه خفګان او د کورنۍ سره یې خواخوږي ښودلې.

ځوان سندرغاړي شفیق مرید هم د استاد په مړینه د خفګان تر څرګندولو سربیره ویلي چې ښاغلي ګل زمان ټول عمر د هیواد موسیقۍ ته خدمت وکړ.

بل افغان سندرغاړي فرهاد دریا هم چې څه موده وړاندې یې یو بل ملګری مختار مجید هم په متحده ایالاتو کې د سرطان ناروغۍ له کبله مړ شو، په فیس بوک کې د استاد ګل زمان په مړینه خفګان ښودلی.

ښاغلي دریا لیکلي، " دا بې بهانې ستر سړی راباندې بې اندازې ګران و او یو تر ټولو خوږ انسان و چې ما پیژانده. خو هغه نور زمونږ سره نشته. خو هر کله چې د ګلغنډۍ ارغوان راخیژي، د هغه غږ به زمونږ په غوږونو کې انګازې کوي. په ګلغنډۍ د ارغوان جوړې میلې دي".

د ښاغلي دریا اشاره د استاد ګل زمان هغه سندرې ته ده چې هغه د افغانستان په ملي راډیو تلویزیون کې ویلې وه.

د افغانستان یوې بلې سندرغاړې آریانا سعید چې د استاد ګل زمان سره یې جوړه سندرې هم ویلي، په فیس بوک کې یې د پښتو موسیقۍ ته ښاغلي ګل زمان د خدماتو ستاینه کړې.

هغې په فیس بوک کې لیکلي، " دا چې د دې لوړ استعدا لرونکي او وړ هنرمند سره په څنګ کې وم او په یو پروګرام کې مې د هغه ۱۰ کمپوزونه وویل، ځان تر ټولو خوشبخته هنرمنده بولم. روخ دې ښاد او یاد دې همیشه بهار وي ګران او محترم استاد ګل زمان".

د افغانستان د ملي مصالحې پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د مشرانو جرګې پخواني مشر فضل هادي مسلمیار او ګڼ شمیر نورو افغان سیاستوالو او سندرغاړو د استاد ګل زمان په مړینې خفګان او د کورنۍ سره تسلیت ښودلی.

استاد ګل زمان ښوونځي ته نه و تللی خو د سندرو ویلو، لیکلو او طرز جوړولو کې یې ځانګړی استعداد درلود.

XS
SM
MD
LG