د لاس رسي وړ اتصالات

لیونارډو ډي کپریو د "ځمکې لپاره پیوستون" سازمان جوړ کړ


لیوناردو دی کاپریو په ٢٠١٦ کې د اسکار جایزې د گټلو پر وخت
لیوناردو دی کاپریو په ٢٠١٦ کې د اسکار جایزې د گټلو پر وخت

د هالیووډ سینما ستوري لیونارډو ډي کپریو چې د آسکر جایزه یې گټلې د اپل کمپنۍ د بنسټ ایښونکي سټیو جابز له ماندینې لارین پاول جابز، او د یو بل امریکایي پانگه وال سره په گډه "د ځمکې لپاره پیوستون" په نامه سازمان جوړ کړ.

ددې سازمان هدف د اقلیمي بدلونونو په وړاندې مبارزه او پر ځمکې ژوند ته د چاپیریال د گواښونو په وړاندې تدابیر دي.

ښاغلي دی کپریو د فلم په نړۍ کې د شهرت سربیره د کلونو راهیسې د چاپیریال ساتنې او د اقلیمي بدلونونو په وړاندې د مبارزې په هکله فعال رول لوبولی دی.

د ځمکې لپاره د پیوستون سازمان به د اقلیمي بدلونو او همداشان د هغه خطرونو په هکله د پوهاوي زمینه برابروي چې ځمکه پر ځمکې ژوند گواښي.

ښاغلي ډي کپریو ویلي دي، "ویاړم چې په تیرو شلو کلونو کې زما بسنټ د اقلیم، سمندر او د ځمکې پر مخ د طبعي زیرمو د ١٣٢ مختلفو سازمانونو د نژدې ٢٠٠ پروژو" ملاتړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG