د لاس رسي وړ اتصالات

د لېبېا اوسنی پوځ د قذافي د وخت د جنگییالو په ځورلو او وژلو تورن دې


دقذافی زوی سېف الاسلام ونېول شو
دقذافی زوی سېف الاسلام ونېول شو
د لېبېا اوسنی پوځ په دې تورن دی چې د پخوانی ټولواک معمر قذافې دوخت توقېف شوي جنگیالی په لېبېا کې وهل کېږي او اعدامېږي. دبشري حقوقو د ېوه څارډله وايی دوی په دې برخه کې نوي شواهد لري چې دا څرگندوی چې هغه قواوی چې دمعمر قذافی سره مخالف دی هغوی په لسهاو تنه دهغه دوخت عسکر اونور ملاتړي وهلی او اعدام کړی دی. داکار په لېبېا کې دمعمر قذافې له قدرت نه دغورزېدلو او مرگ نه ورو سته شوېدی.

رپوټ واي چې معمر قذافې دتېرکال 2011 م د اکتوبر په 20 مه باندی هغه وخت مړ شو چې دهغه او دهغه د ملاتړو کاروان د سرط له ښارنه په تېښته روان و او دهوايی قوې له خوانه پرې بمبارۍ وشوه او مخالفو ملېشو پرې برید وکړ.

د بشري حقوقو د څارډلې رپوټ چې پرون خپور شوې دی وايی چې ملېشو دقذافې دکاروان خلک په ډېروحشېانه ډول وهلی او ټکولی دی او تقرېبا 66 تنه ېې هماغلته په نېژدې هوټل کې اعدام کړل. د لاسی ټېلېفون په وېډېوگانو کې ښودل کېږي چې د نېول شوېو عسکرو زېات شمېر باندی تېرې کېږي او سپکې سپورې ورته وېل کېږی. ددغی څار ډلی رپوټ لېکي چې له دغو وېډېوگانو او د روغتون دمړېو د عکسونو نه داسي ښکاري چې تقرېبا 17 تنه چې مړي ېې په دغه هوټل کې پېدا شوېدي، له ېوبل سره سرخوري.


دبشری حقوقو څارډله لېکي چې ددوی نوي شواهد د لېبېا د چارواکېو دهغی نتېجه گېری په برخه کې پوښتنی راپېدا کوی چې وېل ېې چې قذافی د خپلو وفادارانو او موقتي حکومت د جنگېالېو په ډزو کې ومړ. هغه څه چې څارډلې پېدا کړي دي هغه وايی چې قذافې او دهغه زوی معتصم چې ونېول شول دواړه ژوندی وو؛ خو وروسته بېا دهغوی مړي پېدا شول.

د بشري حقوقو څارډلې دتېر کال د اکتوبر په مېاشت کې پرهغو شراېطو او وېنا گانو باندې هم اعتراض لري چې د قذافې دمرگ په برخه کې په رسمي توگه بېا ن شوي دي. له همدی امله د بشري حقوقو موسسې د لېبېا پرچارواکېو باندې غږ کړې و چې د هغه د پلوېانو د ېو ې امکانی ډله ئېزې وژنی په برخه کې تحقېقات وکړي. هغه پلوېان چې له هغه سره د سرت په ښار کې موجود وو. د بشري حقوقو ډله په اخر کې وايی چې تراوسه پورې ددې هېڅ شواهد نشته د ی چې په دې برخه کې کوم تحقېق شوې دې او ېا به وشي.

د بشری حقوقو دغه نوی رپوټ زېاتره دهغو وېډوگانو او او مخالفو جنگېالېو او دقذافې دکاروان نه دژوندېو پاتی شوېو کسانو سره دمرکو پر بنیاد جوړشوی دی.
XS
SM
MD
LG