د لاس رسي وړ اتصالات

د لیبیا یاغیان وايي د قذافي پلرنی ښار یې کلابند کړی


د لیبیا یاغیان وايي د قذافي پلرنی ښار یې کلابند کړی
د لیبیا یاغیان وايي د قذافي پلرنی ښار یې کلابند کړی

د لیبیا یاغیان وایی د معمر قذافی د طرفدرارو قواوو سره د څو ورځو جنګ نه وروسته یی د بن جواد ساحلی ښار نیولی دی.

د قذافی ضد قواووې وايي، دغه ښار یی پرون ونیوه. بن جواد، د پای تخت طرابلس نه ٥٢٠ کیلومتره لیرې دی.

یاغیان وایي د ښاغلي قذافي د پلرني ښار، سرت نه چاپیر شویدي، او د قومي مشرانو سره په خبرو اخته دي چې په سوله تسلیم شي.

سرت، داسی یو ځای ګڼل کیږی چه ښایی دغه پخوانی مشر هلته تښتیدلی وی، او چیری پټ شوی وی.د هغه وخت راهیسی د معمر قذافی درک نه دی معلوم چې یاغیانو طرابلس محاصره کړ.

دسره صلیب دبین المللی کمیټی په موادو بار کشتی پرون دیکشنبی په ورځ دطرابلس بندرته داخل شوه . په دغه ښار کې تیره هفته څوورځی دیاغیانواو معمرالقذافی ته دوفادارو قواو ترمنځ جنګ روان و. په طرابلس کې دامریکا غږخبریال وائې، په ټول ښار کې د درملو، دڅکلو پاکو اوبواو نورو ضروری موادو کمښت و. دښارپه ډیرو سیمو کې تراوسه بریښنا نشته.

په عینی حال کې دبشری حقوقو ډلی وائې، له شواهدو نه داسی څرګندیږی کله چې یا غیان طرابلس ته ننوتل،معمر القذافی ته وفادارو قواو اولس بندیان ووژل اوبی له محاکمې نه ئې په لسګونو ملکیان اعدام کړل.

XS
SM
MD
LG