تیره شپه زوره ورو چاودنو او شدیدو نښتو د طرابلس ښار ولړزاوه.په تاجورا او د طرابلس د هوایی ډګر په شاوخوا سیمو کې سختی نښتې روانې وې.
دا پداسی حال کی ده چی د لیبیا د حکومت مخالف یاغیان د شپږ میاشتنۍ مبارزې په وروستیو هڅو کې د پلازمینې د نیولو او د هغه هیواد د اوږده مهال مشر معمر القذافی د را پرځولو کوششونو ته دوام ورکوي.