د لاس رسي وړ اتصالات

په معمر قذافي پسې لټون روان دی


په معمر قذافي پسې لټون روان دی
په معمر قذافي پسې لټون روان دی

د لیبیا یاغیان د معمر قذافي د پلرني ښار سرت، په لورې پرمخ روان دي او د طرابلس په لورې هم روان دي چې له یاغیانو سره د قذافي د پاتې قواو سره په جګړه کې مرسته وکړي. رپوټ وايي چې د قذافي طرافدارﺉ قواوې په هغه ځای کی نه لیدل کیدلې چې له سرت نه دفاع وکړي.

د ښاغلي قذافي په برخه کې معلومات نشته چې دی چیرته دی. د امریکا چارواکي په دې عقیده دي چې دی لا تر اوسه پورې په لیبیا کې دي.

برتانیه وايي چې ناټو له یاغیانو سره مرسته کوي چې په قذافی او د هغه د رژیم په غړیو پسې لټه وکړي.

د برتانیې د دفاع وزیر لیام فاکس د برتانیې سکای نیوز ته وویل چې ناټو یاغیانو ته استخباراتي معلومات برابروي او د څارنې وسایل ورکوي چې د قذافي په لټون کې ورسره مرسته وکړي.

له بل پلوه ، د لیبیا یاغیانو پرون د چهارشنبی په ورځ د لیبیا په پایتخت طرابلس او نورو سیمو باندې په داسې حال کي خپله قبضه ټینګه کړې ده چې د قدافي یو څه پاته قواوو سخت مقاومت کاوه.

مخالفې قواوي اوس ادعا کوي چي ددغه هیواد په سلو کي ٩٠ سیمي په کنټرول کې لري. مګر د هغه هیواد د اوږدې مودې د واکمن معمر قدافي حال لا تر اوسه پټ او مرموز دی. امریکایي چارواکي وایي چې دوي باور لري چې هغه تر اوسه هم په لیبیا کې دي.

د لیبیا مخالفینو د هغه د نیولو د پاره ١،٦٧ ملیون ډالره انعام ایښی دی او هیله لري چې د هغه په نیولو سره به د افریقا په دغه شمالي ملک کي جنګ جګړې ختمې شي.

د لیبیا د ملي انتقالي شورا مشر ( مصطفی عبدالجلیل ) پرون وویل چي دده ډله د محلي سوداګرو د هغي پریکړي ملاتړ کوي چي وایي دا انعام به ددی د پاره ورکړي چی د ښاغلي قدافي د نیول کیدو کار چټک شي.

عبدالجلیل وویل چې ملي انتقالي شورا غواړي چي ښاغلی قدافي دي په لیبیا کي محاکمه شي، نه په نړۍ واله جنایي محکمه کې.

د قدافي طرفدارو قواو پرون په طرابلس کي د ( باب العزیزیه ) په ماڼۍ باندې یوه ورځ وروسته له هغه چي یاغیانو د قدافي دغه ماڼۍ ونیوله، د هاوانو ډزې وکړې.

دغه راز د طرابلس د هوایي میدان په شاوخوا کې هم سخته جګړه روانه وه او مخالفین وایي چي دغه میدان دوی نیولی دی.

یاغیان له نړیوالو د خپلو تنخواګانو لپاره مرسته غواړي

په لیبیا کی منځته راتلونکي، حکومت خواست کړیدی چی د نړۍ قدرتونه ورسره مالي مرسته وکړي.

هغوی خبرداری ورکړیدی چی که د لیبیا نوی حکومت د دولتي مامورانو، امنیتي قواو ته تنخواه ګانې ورنکړلی شي او د قذافي نه وروسته موده کې خدماتو ته د هغوی مالي لګښتونه برابر نکړلی شي نو زښته ډیره بې ثباتی به منځته راشي.

محمود جبریل د لیبیا د لنډ مهالې شوری مشر په داسې حال کې دا خبرې کوې چې ایتالیې ورسره وعده وکړله چې هغه پنځه سوه ملیونه ډالره چې د دوی په بانکونو کې کنګل شویدي هغه بیرته دوی ته وسپاري.

ښاغلي جبریل نن په ایتالیا کې ددغه هیواد له صدراعظم سیلویو برلوسکانی سرهم ملاقات وکړ.

په معمر قذافي پسې لټون روان دی
په معمر قذافي پسې لټون روان دی

د لیبیا د لنډمهالې شوری استازی، وايي چی ددوی لپاره به غټه بې ثباتي دا وي چې له قذافي نه وروسته دوی ونکولی شي چې هغو کسانو ته تنخواه ګانی ورکړي چې له څو میاشتو راهیسی یې ندي اخیستي.

دنړی دیرش دیپلوماتان په استانبول کی سره راټول شویدی چی په دی خبره بحث وکړی چی له قذافی نه وروسته وخت کی د لیبیا له مخالف سیاسی قوت سره څنګه مرسته وکړی. د ترکیی خارجه وزیر احمد داودګلو د لیبیا د رابطی د ټولنی غړیو ته وویل چی دوی به د لیبیا لنډمهالی شوری ته پیسی برابری کړی . هغه له ملګرو ملتونو نه په دی برخه کی اقداماتو غوښتنه وکړله.

پر روابطو غور

په دی ترڅ کی، د نړۍ لوي هیوادونه اوس د لیبیا سره په روابطو کي په داسي حال کي په نورو اقداماتو باندي غور کوي چي د هغه هیواد مشر معمر قدافي د پایتخت طرابلس او نورو لویو ښارونو کنټرول له لاسه ورکړی دی.

امریکا وایي چي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته به یوه پریکړه وړاندي کړي او د هغی له مخي به د لیبیا یونیم ملیارډ ډالره شتمني چي بندیز پر لګیدلی و، د بشري اړتیاو او ضرورتونو د پاره آزاده کړي. په دغي شتمنۍ باندي د ملګرو ملتونو له خوا بندیز لګیدلی و.

فرانسی هم پرون د چهارشنبی په ورځ وویل چي د امنیت د شورا د نورو غړو سره په دې باندې کار کوي چې د لیبیا مال او شتمني آزاده کړي، او برتانیی هم ویلي دي چي د لیبیا سره د مرستو لارې چارې سنجوي.

د روسیې جمهوررئیس ( دیمیتري میدویدیف ) وویل چې دده هیواد به د قدافي د مخالفو قواو سره د روابطو یه تاسیسولو باندې غور وکړي.

په معمر قذافي پسې لټون روان دی
په معمر قذافي پسې لټون روان دی

د نیکاراګوا چارواکیو وویل چې دوی به ښاغلي قدافي ته په پناه ورکولو باندي فکر وکړي، مګر خپله قدافي داسي غوښتنه نه ده ځني کړي.

چین وویل چي د ملګرو ملتونو څخه یی غوښتي دي چي د جګړو نه وروسته دي په لیبیا کې د نظم او قانون د برقرارولو د پاره هلې ځلې پیل کړي.

د ژورنالستانو خوشې کېدل

ځینې خارجي ژورنالستان چې د لیبیا د مشر معمر قدافي طرفدارو قواو نیولي وو، خوشې شوي دي.

دغه تقریبا ٣٥ ژورنالیستان د ( ریکسوس ) په هوټل کي له څلورو ورځو توقیف نه وروسته پرون د چهارشنبی په ورځ بیرته آزاد شوي دي.

د هغوی د خوشې کیدو شرطونه لا سمدستي نه دي معلوم شوي، مګر، له خوشی کیدلونه لږ وروسته هغوی وویل چی د نړۍ وال سره صلیب آستازي دغه هوټل ته چي د قدافي د قواو په کنټرول کې دی، ور ورسیدل.

دغو ژورنالستانو ویلي دي چي هغوي کوم بل ځاي ته رسول شوي دي.

ایټالیا وایي چي په لیبیا کي وسله والو کسانو څلور ایټالوي ژورنالیستان تښتولي او د هغوي ډرایور یې وژلی دی. ویل کیږي چي دغه سړي تښتونکي د لیبیا مشر معمر قدافي ته وفادار دي.

XS
SM
MD
LG