د لاس رسي وړ اتصالات

غربي ځواکونو د قذافي پر قواوو د بمباریو بل پړاو پیل کړ


غربي ځواکونو د قذافي پر قواوو د بمباریو بل پړاو پیل کړ
غربي ځواکونو د قذافي پر قواوو د بمباریو بل پړاو پیل کړ

غربي قواو د لېبېا د مشر معمر قذافې پر وفادارو قواوباندې د توغندېو د ډزو بل پړاو د ېکشنبی په ورځ پېل کړ. ددغو عملاېاتو مقصد داو چې دهغوی دتهاجمی برېد مخه ونېسی چې پر هغو ښارونو باندی حمله ونکړی چې ېاغېانو نېولی دی. دامرېکا پوځ وايی چې د ټام هاک توغندېو برېدونو اوهوايی برېدونو د قذافی هوايی دفاع په کافې اندازه کمزوری کړېده.

رپوټ وايی امرېکا ، برتانېه اوفرانسه پر لېبېا باندی په دې سبب برېدونه کوی چې د نه پرواز هغه علاقه تعمېل کاندی چې ملگرو ملتونو ېې صلاحېت ورکړېدی اومقصد ېې د لېبېا د ملکېانو خوندی کول دی. د ملگرو ملتونو پرېکړه لېک غواړی قذافی پرملکېانو باندی د له برېد کولونه اېسار کړی. دهغه خلاف بغاوت تقرېبا له ېوې مېاشتی راهېسی روان دی او غواړی چی دهغه 42 کلنه دوره ختمه کړی.

دامرېکا چارواکي وايی چی ددوی مقصد اوهدف د لېبېا دمشر وېشتل ندی. که څه هم د قذافې پرېوه رسمی دفتر باندی د لېبېا په پاېتخت ترېپولی کې برېد شوېدی اورپوټونه وايی چې دغی ودانی ته زېان وررسېدلی دی.

دامرېکا ددفاع وزېر رابرت گېټس ووېل چې واشنگټن توقع کوی چې د لېبېا دمامورېت کنترول په څو ورځوکې ېوه اېتلاف ته چې توقع ده د فرانسی او برتانېې ېا ناټو له خوانه رهبری شی، وسپاری. رابرت گېټس ووېل چې امرېکا به هم ددغه اېتلاف غړی هېواد وی. خو ستر نقش به پکې نلری. گېټس داتبصری هغو خبرېالانو ته وکړلی چې له ده سره ېې روسېې ته سفر کاوه. روسېه د نړېوال نظامی برېد سره مخالفه ده.

د عربي ملکونو شورا وايي د م.م د پریکړې درناوی کوي

د عربو داتحادېې رئېس وايی چې د لېبېا په برخه کې د ملگرو ملتونو د پرېکړه لېک درناوی کوی؛ د عربو داتحادېې رئېس عامر موسی وايی د ملگرو ملتونو دهغه پرېکړه لېک درناوی کوی چې د لېبېا خلاف دنظامی عملېاتو د سرته رسولو صلاحېت ورکوی. عامر موسی تردی مخکی په خپله تبصره کې وېلی وو چې دی دهغو اقداماتو په برخه کې اندېښمن دی چې غربی هېوادونه ېې کوي.

عامر موسی د ددوشنبی په ورځ ووېل دده ډله دملگرو ملتونو دپرېکړه لېک درناوی کوی او دی پرې هېڅ اعتراض نلري، په خاصه توگه چې د لېبېا د اشغال لپاره غږ نه کوي.

عامر موسی د ملگروملتونو د سرمنشی بان کېمون سره په ېوه خبری کنفرانس کې ېوځای خبری کولی. خو هغه تردی ېوه ورځ مخکی پر لېبېا باندی د هوايي برېد په برخه کې ا نتقادی خبری وکړلی. هغه ادعا وکړله چې دا برېدونه د هغه صلاحېت له چوکاټ نه چې د نه پروزا علاقه په لېبېا کې تعمېل کړی بهر وتلی دی. هغه ووېل چې دعربو اتحاد ېه غواړی چې ملکېان خوندی کړی شی نه دا چی بمباری پرې وشی. ددوشنبی په ورځ باندی دملگرو ملتونو سرمنشی بان کېمون د مصرپه پاېتخت قاهره کې خبری کولی. هغه ووېل دا ډېره مهمه ده چې نړېواله ټولنه په ېوه غږ باندی خبری وکړی چې د ملگرو ملتونو دا پرېکړه لېک عملی شی.

نور تفصيـل:

بان کېمون ووېل چی د عربو داتحادېې ملاتړ د ملگروملتونو دامنېت د شوری د پرېکړه لېک په برخه کې ډېراهمېت لری. دغه پرېکړله لېک هغه ټول ضروری گامونه تائېدوی چې د لېبېا د ملکېانو د خوندی ساتنی لپاره ترېنه کار اخېستل کېږي.

ېوه ډله چې د لېبېا د مشر معمر قذافې ملاتړ ېې کاوه په داسی حآ ل کې چې بان کېمون دعربو داتحادېې له مجلس نه دتللو په حآ ل کې و پرې راټول شول. دغی بلوايی ډلی د بان کېمون ا و دهغه د هېئت غړي دېته مجبور کړل چې بېرته دعربو داتحآدېې دفتر نه ننوځی. رپوټ وايی چې دامرېکا متحده اېالات د معمر قذافې پر وفادارو عسکرو باندی هوايی برېدونه کوي. له امرېکا سره فرانسه او برتانېه هم په دې نظامی عملېاتو کې متحد دی. قطر لومړنی عرب هېواد دی چې په دغو نړېوالو عملېاتو کې شامل دی.

روسېې پر نړېواله ټولنه غږ کړېدی چې دغه راز بې توپېره بمباري دې پر لېبېا بنده کړی ځکه چی ملکېان وژنی. دافرېقا ادتحاد هم پرنړېواله ټولنه غږ کړېدی چې د نظامی قوت په استعمال دی کې خود داری وکړی. دناټو سفېرانو نن ددوشنبی په ورځ باندی د بل پړاو لپاره مجلس کوی چې اېا په دې عملېاتو کی برخه واخلی او که نه. دناټو سفېرانو دا پلان منظور کړېدی چې دناټو بېړۍ پرلېبېا باندی د وسلو د نه خرڅولو بندېز عملی کاندی.

XS
SM
MD
LG