د لاس رسي وړ اتصالات

ژوند په کابل کې


د کابل ښار د دهمزنګ سیمه
د کابل ښار د دهمزنګ سیمه

د افغانستان د نورو ښارونو او سیمو په پرتله د کابل په ښار کې انتخاباتي کمپاینونه، غونډې او شعارونه ډېر لیدل کیږي.

د افغانستان د نفوسو د ثبتولو عمومي ریاست وايي چې کابل ښار کې څلورنیم میلونه وګړي ژوند کوي.

د کابل ښار د تېرو څو کلونو په پرتله خورا ډېر بدل شوی دی. ډېرې تجارتي او د استوګنو لوړې ودانۍ جوړې شوې، مارکیټونه، هټۍ او ډېر نور تغیرات په کې راغلي‌ دي. که له الوتکې څخه لاندې د کابل ښار ووینئ، تر هر څه ډېر په کې همدا لوړې ودانۍ ډېرې ښکاري.

هغه سپینه ودانۍ، د کابل ښار د استوګنې تر ټولو لوړه ودانۍ بلل کیږي
هغه سپینه ودانۍ، د کابل ښار د استوګنې تر ټولو لوړه ودانۍ بلل کیږي

دا ښار یوازې په تېرې یوې میاشتې کې د طالب وسله والو د څو خونړیو او ځانمرګو بریدونو شاهد و چې یو شمېر افغانان په کې ووژل شول. خو بیا هم دلته ژوند روان دی، حکومتي‌او شخصي ښونځي شته، دوکانونه پرانیستي، بازارونو کې ګڼه ګوڼه خورا زیاته ده او آن له ماسختن وروسته هم د کابل ښار ځينې رستورانتونه او هټۍ پرانیستې وي خلک له ملګرو او کورنیو سره ورځي.

د کابل په ښار کې یوه تفریحي پارک
د کابل په ښار کې یوه تفریحي پارک

څه موده مخکې ولسمشر غني په یوې تلویزیونې خپرونې کې وویل چې کابل ښار ۳۲ دروازې لري چې دا ښار د افغانستان له نورو ولایتونو او ولسوالیو سره نښلوي.

خو، په عمومي‌ ورځو او په خاص ډول د انتخاباتو په ورځو کې دغه ښار ته ننوتل هم هومره ساده او اسانه نه بلل کیږي. زه تر انتخاباتو پنځه ورځې مخکې د کابل له ختیځې دروازې ښار ته ننوتلم، په دروازه کې د افغانستان په سرحدي ځواکونو سربېره، د ملي امنیت، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو منسوبین هم ولاړ وو او تقریبآ هر موټر او په موټر کې ناست کسان یې تلاشي کول.

د کابل ښار فضا ډېره ‌انتخاباتي ده او د همدغو انتخاباتو او نورو امنیتي ملحوظاتو لپاره د کابل ښار دننه سخت امنیتي ‌تدابیر نیول شوي دي. په هرې څلور لارې کې لاس پر ماشه افغان امنیتي‌ ځواکونه ولاړ لیدل دي، موټرونه، په موټرونو کې ناست خلک او کله ناکله پلي او لارویان هم پوښتي او پلټي.

افغان امنیتي‌ځواکونه
افغان امنیتي‌ځواکونه

عادي خلک د کابل ښار (ګرین زون) ته په آسانۍ سره تګ راتګ نشي کولی، ګرین زون هغه سیمه بلل کیږي‌ چې بهرني سفارتونه، دفترونه، مهمې حکومتي او ناحکومتي ادارې په کې دي.

د ښار د نورو برخو په پرتله په همدغو سیمو کې ځای-ځای ډېر امنیتي خنډونه او ډېرې امنیتي پوستې، کانکریټي دیوالونه، زرهي او وسپنیزې دروازې او کټارې لګول شوي‌ چې د ممکنه بریدونو مخه پرې ونیول شي.

شک نشته چې دا ډول امنیتي‌ خنډونه د کابل ښار ډېرو اوسېدونکو ته ستونزې جوړې کړي‌ دي، خو یو شمېر ښاریانو موږ ته وویل چې انتخابات مهم دي او د دغه مهم کار لپاره دوی د څو ورځو لپاره په ځان سخته تېرولې شي.

د کابل ښار یو اوسېدونکي انجینر عاصم راته وویل چې پوهیږي انتخاباتو ته سخت امنیتي‌ تدابېر نیول شوي او په ډېرو برخو کې یې ښاریانو ستونزې هم جوړې کړي دي، خو "موږ د امنیتي ځواکونو مننه کوو چې ښار او ښاریانو لپاره قرباني‌ورکوي."

افغان چاروکي‌وايي په کابل کې شاوخوا ځلور نیم میلیونه خلک ژوند کوي
افغان چاروکي‌وايي په کابل کې شاوخوا ځلور نیم میلیونه خلک ژوند کوي

د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخیل چې په خپله هم په کابل کې ژوند کوي مني چې دا ډول ورځو کې باید امنیتي‌تدابیر سخت وي. هغه وايي: "انتخابات یوه ملي پروسه ده چې باید ولس یې هم وزغمي او دا ستونزه په دې ارزي چې موږ ټول یې وزغمو."

دقیقه شمېره نشته چې د کابل په ښار کې څومره امنیتي‌او دفاعي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي،‌ خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د انتخاباتي مرکزونو د امنیت ساتلو لپاره یې شاوخوا ۱۰۰زره امنیتي ځواکونه چمتو کړي او ۷۲۰۰۰ زره یې انتخاباتي‌مرکزونو ته استولي دي.

انتخابات د شنبې په ورځ (سپتمبر۲۸) کیږي‌، د انتخاباتو کمیسیون وايي‌چې شاوخوا نهه میلیون خلکو نوملیکنه کړې ده چې په څه باندې ۴۹۰۰ مرکزونو کې رایه واچوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG