د لاس رسي وړ اتصالات

د القاعدې وژل شوی مشر ایمن الظواهري څوک و؟


د امریکا جمهور رئیس جو بایډن دوشنبه اګست ۱ (زمري۱۰) د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کیدل تائید کړل. الظواهري د شنبې په ورځ په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

هغه ۷۱ کاله عمر درلود.

په لومړي ځل چې نړۍ د الظواهري په هکله واوریدل هغه وخت و چې دی په ۱۹۸۱ میلادي کال کې د مصر د پخواني جمهور رئیس انور سادات د قتل په قضیې کې محاکمه کیده.

الظواهري او ملګري ځکه په انور سادات په قهر و چې د اسرائیل سره یې د سولې تړون کړی و. الظواهري په محکمې کې وویل، "مونږ قرباني ورکړه او د اسلام د فتحې لپاره نورې قربانۍ ته هم تیار یو".

هغه درې کاله د غیرې قانوني وسلې درلودو له کبله بندي شو خو په اصلي تورونو کې وبخښل شو.

تر خوشې کیدو وروسته د القاعده دا مشر چې په ډاکټر الظواهري هم مشهور و، پاکستان ته ولاړ او د سره صلیب د ادارې سره یې کار پیل کړ. ظواهري په پاکستان کې د افغان مجاهدینو درملنه کوله چې په افغانستان کې د پخواني شوري ځواکونو سره په جګړې کې ټپي کیدل.

ظواهرې په همدې ځای کې د اسامه بن لادن سره هم آشنا شو چې لا پخوا یې د افغانستان د مجاهدینو سره لاس یو کړی و.

ایمن الظواهري په ۱۹۹۳ میلادي کال کې په مصر کې د اسلامي جهاد مشري په غاړه واخیسته او په ۹۰یمه لسیزه کې یې د مصر د حکومت د ړنګولو مبارزه پدې نیت پیل کړه چې هلته اسلامي دولت حاکم کړي. پدې جګړې کې څه باندې ۱۲ سوه مصریان ووژل شول.

کله چې په ۱۹۹۵ کال کې د ایتوپیا په پایتخت ادیسه ابابا کې د مصر په پخواني جمهور رئیس حسن مبارک برید وشو، مصري چاروکو په هیواد کې دننه د اسلامي جهادي ډلو ځپل پیل کړل. په ځواب کې ایمن الظواهري د پاکستان په پایتخت اسلام آباد کې په ۱۹۹۵ کې د مصر په سفارت دوه موټر بم چاودنې وکړلې او ۱۶ تنه یې ووژل.

په مصر کې محکمې په ۱۹۹۹ کال کې الظواهري ته په غیاب کې د مرګ سزا ورکړله خو هغه پدې وخت کې د اسامن بن لادن سره په ګډه د القاعده شبکه جوړه کړې وه.

هغوي دواړه په ۲۰۰۳ کال کې په غرونو کې ښکاره شول.

ویل کیږي چې الظواهري کلونه کلونه د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سیمو کې ژوند کاوه. هغه په ۲۰۱۱ کال کې وروسته تر هغه د القاعده شبکې مشري واخیسته چې پخوانی مشر اسامه بن لادن د پاکستان د ایبټ آباد په ښار کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو په چاپې کې ووژل شو.

د بن لادن تر وژل کیدو وروسته الظواهري په مداحیه کې ژمنه کړې وه چې په لویدیځ به بریدونه روان ساتي. هغه ویلي و، "تر څو چې تاسو د مسلمانانو د ځمکو څخه نه واست وتلي او مونږ امنیتي نه وي لیدلي، تاسو به یې هم خوب ونه وینئ".

ګمان دا دی چې الظواهري په ۲۰۰۱ کال کې په امریکا د ترهګریزو بریدنو په تنظیم کولو کې مرسته کړې وه چې دا د دې ډلې تر ټولو ستر عملیات و. د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې د هغه په سر د ۲۵ ملیون ډالرو انعام ایښی و.

ایمن الظواهري په ۱۹۵۱ کال کې د مصر په پایتخت قاهرې کې په یوې مشهورې کورنۍ کې زیږیدلی و او نیکه یې الاظهر جومات امام و.

پلار یې د طب پوهنتون استاد و خو دی په ۱۵ کلنۍ کې افراطي اسلام خوا ته ولاړ. ویل کیږي چې په الظواهري د مصر د انقلابي لیکوال سید قطب لیکنو اثر درلود. قطب په ۱۹۶۶ کال کې د مصر د دولت د ړنګولو په تور اعدام شو.

یو شمیر کسان چې د ۱۹۷۰ په لسیزه کې د قاهرې پوهنتون د طب په پوهنځي کې یې د الظواهري سره یو ځای درس وایه، وایي چې هغه سینما ته تلو، موسیقي یې اوریده او د ملګرو سره ټوکې ټکالې کولې.

یو ډاکټر چې د الظواهري سره یې یو ځای زده کړې کولې، د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې کله هغه د بند څخه آزاد شو، په بشپړه توګه بل ډول شخصیت یې درلود.

XS
SM
MD
LG