د لاس رسي وړ اتصالات

ګراهام: طالبانو سره توافق باید د سخت دریځو ډلو د 'ودې' لامل نشي


د امریکا د سنا غړی سناتور لندسي ګراهام وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ هر ډول توافق چې په افغانستان کې د امریکا پر حضور اغېز وکړي، باید له کانګرس او د امریکا له خلکو سره شریک شي.

نوموړي تېره ورځ د «اګست پر ۱۶مه» په څو ټویټونو کې له ولسمشر ډونالد ټرمپ څخه غوښتي چې له طالبانو سره د سولې په هوکړه کې له احتیاط څخه کار واخلي او داسې پرېکړه ونه کړي چې د سخت دریځو ډلو د ودې لامل شي.

هغه پر خپل ټوېټر لیکلي:"هیله مند یم ولسمشر او کاري ډله یې د اسلام پاله سخت دریځو ډلو د ګواښ په اړه چې فکر کېږي د سپټمبر د یوولسمې پېښه له افغانستان څخه پلان شوې وه سمه پرېکړه وکړي."

ښاغلی ګراهام دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ له خپلو لوړپوړو چارواکو سره د امریکا او طالبانو د سولې پروګرام په اړه خبرې وکړې.

ټرمپ د یادې غونډې تر پای ته رسېدو وروسته پر خپل ټوېټر ولیکل:"د افغانستان په اړه مې یوه ډېره ښه غونډه بشپړه کړه، که امکان ولري، موږ او د ۱۹ کلنې جګړې د مخالف اړخ ډېر کسان یوې معاملې ته سترګې پر لار یو."

خوګراهام ټینګار کړی، که په افغانستان کې له تروریزم سره د مبارزې مسؤلیت د متحده ایالاتو ځواکونو پر ځای طالبانو ته وسپارل شي، د نوموړي په وینا دا به یوه "لویه تېرونه" وي، چې د سولې لامل به نشي.

هغه پر خپل ټوېټر لیکلي:"هر ډول تړون چې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د امریکا وړتیا په پام کې ونیسي ،د سولې تړون نه دی، پرځای به یې، دا به په امریکایي خاوره د لا زیاتو حملو او په ټوله نړۍ کې د متحده ایالاتو پر ګټو د حملو لپاره لاره هواره کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو اتم پړاو خبرې د «اګست پر ۱۲مه»له کومې موافقې پرته پای ته ورسېدې، دواړو لورو وویل، چې د راتلونکو ګامونو به اړه به له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي.

XS
SM
MD
LG