د ترکیې چارواکي وایي چې امنیتي او د ځنګلي ژوو د ساتنې ډلې د یوه زمري په لټه کې دي چې د استانبول ښار په شمالي څنډو کې لیدل شوی دی.
د راپورونو له مخې، د یکشنبې په ماښام یو ځايي اوسېدونکي د استانبول د اروپایي برخې په شمال کې د اوسکومروکوی په سیمه کې دا زمری لیدلی دی. وروسته د امنیتي کمرې ویډیوګانو هم د زمري شتون ثبت کړی.
د استانبول د والي دفتر په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د زمري موقعیت تشخیص شوی او چارواکي هڅه کوي ژوندۍ یې ونیسي.
هغه انځورونه چې د ترکیې رسنیو خپاره کړي، ښيي چې زمري په یوه شنه او واښه لرونکې سیمه کې ګرځي. لا هم روښانه نه ده چې دا حیوان له کوم ځایه راغلی، خو ځینو رسنیو راپور ورکړی چې ښايي له یوه شخصي کور څخه تښتېدلی وي. د استانبول څارنوالۍ د زمري د احتمالي مالک د پېژندلو لپاره څېړنې پیل کړې دي.
د ترکیې د ملي پارکونو ادارې ویلي چې د لټون په عملیاتو کې د ځنګلي ژوو متخصص وترنران او هغه ډلې برخه لري چې د حرارتي کامرو په وسیله د حیوان د موندلو هڅه کوي. لټونونه تر ډېره په ځنګل لرونکو سیمو کې روان دي.
چارواکو د سیمې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې احتیاط وکړي او پولیس دې سیمې ته په غځېدلیو لارو او سرکونو کې ګومارل شوي دي.
د ترکیې د ملي پارکونو ادارې ویلي چې د یکشنبې په شپه شاوخوا ۹ بجې د زېکریاکوی په سیمه کې د پولیسو یوې پوستې په امنیتي کامرو کې داسې حیوان ثبت کړی چې زمري ته ورته ښکاري. له هغې وروسته پراخ لټون پیل شوی دی.
ترکیه په وروستیو کلونو کې د وحشي حیواناتو د ناقانونه قاچاق یوه مهمه لار بلل کېږي. قاچاقبران د ترکیې له هوايي لیکو څخه د افریقا او اسیا ترمنځ د حیواناتو د لېږد لپاره ګټه اخلي. د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې هم یو ګوریلا د استانبول په هوايي ډګر کې وموندل شو چې له نایجریا څخه تایلنډ ته لېږدول کېده، او وروسته وژغورل شو.
چارواکي وایي د زمري د نیولو عملیات به تر هغه دوام وکړي څو حیوان په خوندي ډول ونیول شي او د سیمې اوسېدونکي له احتمالي خطر څخه خوندي وساتل شي.
فورم \ دبحث خونه