د لاس رسي وړ اتصالات

په لومړي ځل یوه ښځه د امریکا د سمندري ځواکونو مشره وټاکل شوه


لیزا فرینکادي
لیزا فرینکادي

د امریکا متحدو ایالتونو سنا د امریکا د سمندري ځواکونو د اوپراسیون د مشرې په توګه لیزا فرینکادي تائیده کړه.

فرینکادي لومړۍ ښځه ده چې په دې موقف ګمارل کېږي او د امریکا د وسله والو ځواکونو د نورو لویو درستیزانو سره به اوږه په اوږه کار کوي.

دا ښځه ستر جنراله ده، چې په سنا کې ورته ۹۵ د تائید او یوه مخالفه رایه ورکړل شوه. هغه د اګست له میاشتې راهېسې د دغه مقام سرپرسته وه.

نوموړې د امریکا د بحري ځواکونو په څو بېړیو کې دندې کړې او د بېړیو ویجاړونکو د رهبري کېدونکو میزایلو د برخې قومندانه هم وه. هغه تر دې مخکې په افریقا او اروپا کې د امریکا د سمندري ځواکونو د اوپراسیون مرستیاله وه.

نوموړې د ۲۰۲۲ د سپتمبر په میاشت کې په دې موقف ګمارل شوې وه، دا په بحري ځواکونو کې دویم لوړ موقف دی.

د امریکا سنا همدغه راز جنرال ډیوید الوین د امریکا د هوایی ځواکونو د مشر په توګه تائید کړ. ده ته یې ۹۵ موافقې رایې ورکړې. الوین پیلوټ دی او ۴۶۰۰ ساعتونه یې پرواز یې کړی، چې ۱۰۰ ساعتونه یې جنګي پروازونه دي. دی تر دې مخکې د هوايي ځواکونو د لوی درستیز مرستیال و.

امریکایي قانون جوړوونکی د پوځ څوکیو ته د کاندیدانو په اړه ژر رایه اچوونه کوي،‌ خو جمهوریت غوښتونکي استازي ټامي تمبرویل دا رایه اچوونه ځنډولې وه، دغه سناتور د سقط جنین په ګډون د نسايي ولادي د یو شمېر مسائیلو په اړه د امریکا د دفاع وزارت له تګلارو سره د مخالفت له کبله دا کار کړی و.

سپینې ماڼۍ ویلي چې د سناتور تمبرویل دا کار د امریکایي ځواکونو چمتوالی زیانمنوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG