د لاس رسي وړ اتصالات

لس کلن افغان مهاجر انځورګر "وړوکی پیکاسو"


فرهادي نوري وایي ارمان لري چې یوه ورځ مشهور انځورګر شي او د خلکو سره مرسته وکړي.
فرهادي نوري وایي ارمان لري چې یوه ورځ مشهور انځورګر شي او د خلکو سره مرسته وکړي.

یو لس کلن افغان ماشوم انځورګر چې د انځورونو لومړنۍ ننداره یې په بلګراد کې وشوه، په انځور ګرۍ کې دومره مخکې دی چې د "وړوکي پیکاسو"لقب یې ګټلی. پیکاسو د نړۍ مشهور انځورګر او مجسمه جوړونکی و.

فرهاد نوري غواړي په نندارې کې ټولې راټولې شوې پیسې د سربیا د یو ماشوم په درملنې مصرف کړي.

ښاغلی نوري خپل انځورنه د مهاجرینو په یو کمپ کې نندارې ته وړاندې کړل.اته میاشتې کیږي چې هغه د خپلو دوه کشرانو ورونو او مور پلار سره پدې کمپ کې ژوند کوي.
د فرهاد نوري کورنۍ دوه کاله وړاندې د افغانستان نه ووتله ، د یونان او ترکیې د لارې بالاخره سربیا ته ورسیده. د نوري د انځورګرۍ هنر وروسته له هغه څرګند شو چې د مهاجرینو او پنا غوښتونکو د حقونو یوې خیریه ټولنې د ژبې او هنر ورکشاپ جوړ کړ.
د پنا غوښتونکو بنسټ یو کار کوونکی ادین سینانویچ وایي " مونږ ډیر ژر د هغه په وړتیا پوه شو. "سینانیوچ وایي فرهادي نوري یې د رسامۍ په ښوونځي کې شامل کړی او د انځور اخیستنې په درې میاشتني ورکشاپ کې هم ورته برخه ورکړل شویده.

فرهاد نوري د خپلو انځورونو د لومړني نندارتون نه وروسته ویلي دي چې غواړي د دې نندارتون نه راټولې شوې پیسې د یوه شپږ کلن ماشوم په درمنلې مصرف کړي چې د مغزو سرطان لري.

ماشوم افغان انځورګر وایي ارمان یې دی چې سویټزرلینډ ته ولاړ شي او هلته انځورګر شي. فرهاد نور وایي غواړي پخپل کار د نورو سره مرستې وکړي او وایي " مونږ ټول مهربانۍ ته اړتیا لرو."

XS
SM
MD
LG