د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیا صدراعظمې لیز ترس استعفا وکړه


لیز ترس د بریتانیا د صدراعظمې په توګه له شپږ اونیو کار وروسته د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۸) خپله استعفا اعلان کړه.

د هغې د استعفا لامل هغه اقتصادي پروګرامونه ښودل شوي چې تېره میاشت یې ددغه هېواد اقتصادي سیستم ولړزاوه او د هغې په محافظه کاره ګوند کې د اختلافونو سبب شول.

ترس چې په لندن کې د خپل دفتر دباندې یې خبرې کولې، ومنله چې د ګوند اعتماد یې له لاسه ورکړی او هغه ژمنې نشي پوره کولای چې ددغه ګوند د مشرۍ دپاره د ټاکنیزو مبارزو پر وخت یې کړي وې.

د ترس د ځای ناستې دپاره به په راتلونکې اونۍ کې ټاکنې تر سره شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د ترس د استعفا په تړاو په یوې اعلامیې کې امریکا او بریتانیه نږدې متحدین بللي او له لیز ترس څخه یې په ځانګړي ډول پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل پر وړاندې په هڅو کې د همکارۍ له امله مننه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي: "موږ به د بریتانیا له حکومت سره خپلې نږدې همکارۍ ته دوام ورکړو ځکه چې موږ د له هغو نړیوالو ننګونو سره د مقابلې دپاره په ګډه کار کوو چې زموږ ملتونه ورسره مخامخ دي."

د مېرمن ترس واکمني د صدراعظم په توګه د بریتانیا په تاریخ کې تر ټولو لنډه دوره ده. تر هغې وړانډې جورج کنینګ دا ریکارډ درلود چې په کال ۱۸۲۷ کې د ۱۱۹ ورځو دپاره د بریتانیا د صدراعظم په توګه له خدمت کولو وروسته مړ شو.

ترس وویل: "وضعیت ته په کتو سره، زه دا منم چې د محافظه کار ګوند له خوا د انتخابېدو ژمنې نشم عملي کولی. له همدې امله ما د پاچا سره خبرې وکړې او هغه مې د محافظه کار ګوند د مشرې په توګه له خپلې استعفا څخه خبر کړ."

د ترس د استعفا له اعلان وړاندې، د محافظه کار ګوند چارواکي د لندن د صدراعظم په دفتر کې راټول شوي وو او ځینو محافظه کارو وکیلانو له هغې څخه د استعفا غوښتنه وکړه.

ترس د سپتمبر په شپږمه د صدراعظمې په توګه کار پیل کړ. هغې وروسته له هغه خپل د مالیې وزیر او نږدې سیاسي ملاتړی کوازي کوارټیګ له کاره ګوښه کړل او ټول اقتصادي پروګرامونه یې ور لغوه کړل چې د مالیې د راکمولو دپاره د هغوی پلانونه ددې لامل شول چې د بریتانیې د پاونډ ارزښت ډیر ټیټ شي او له امله یې په بریتانیا کې د ترس او د هغې د محافظه کار ګوند د ملاتړ کچه هم راټیټه شي.

د چهارشنبې په ورځ هغې د خپل حکومت څلورو نور لوړ پوړي وزیران هم له لاسه ورکړل او د بریتانیا په پارلمان کې له خپلو کارنامو څخه د دفاع کولو پر وخت د پارلمان د وکیلانو د تمسخر او مخالفت سره مخامخ شوه. ډیرو وکیلانو د حکومت له تګلارو سره مخالفت څرګند کړ.

د مالیې نوی وزیر جرمي هنټ اوس د لګښتونو کمولو دپاره د اړتیا وړ لسګونو میلیارد پونډو د پیدا کولو په لټه کې دی، ترڅو پانګه والو ته ډاډ ورکړي او د بریتانیا مالي سیستم ته رسېدلی زیان ورغوي. د بریتانیا اقتصاد دا وخت مخ په ځوړه روان دی او انفلاسیون په تېرو ۴۰ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG