د لاس رسي وړ اتصالات

بغلان کې د پولیو ضد واکسین له تطبیق سره د خلکو همکاري زیاته شوې


د بغلان په ولایت کې مسؤولین وايي چې اوس ډیرې کورنۍ لیوالتیا لري چې ماشومان یې د واکسین کمپاین په هر دور کې واکسین شي.

د یونسیف مسؤولين وایي چې په تېرو کلونو کې د بغلان په ګاونډ کندز کې د پولیو ځینې پېښې ثبت شوې وې او له همدې امله د بغلان په ګډون د کندز شاوخوا ولایتونو کې د پولیو د محوه کولو لپاره ډېرې هڅې کیږي.

په افغانستان کې د یونسیف ویاند، کمال شاه سید امريکا غږ سره په خبرو کې وویل: "د بغلان ولایت هم د پولیو له منځه وړلو پروګرام تر تمرکز لاندې ولایت دی، خاص توجه ورته کیږي، علت یې دا دی چې دوه کاله مخکې کندز کې مونږ د پولیو پېښې لرلې، نو د ویروس له منځه وړلو لپاره کوم ولایت کې چې پېښې رامنځته شوې وي هغه ته نږدې ولایتونو باندې خاصه توجه کیږي."

بلخوا د پوليو د له منځه وړلو د بيړني عملياتي مرکز مشر، نیک ولي شاه مؤمن په دې پروسه کې د عامو هېوادوالو له همکارۍ خوښ بریښي او زياتوي چې د پولیو پر وړاندې د مبارزې په موخه د واکسین د پلي کولو په کمپاین کې د خلکو پوره همکاري د دې لامل شوې چې د بغلان ولایت ډیری سیمو کې د پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته واکسین تطبیق شي.

نوموړي امریکا غږ ته په دې هکله داسې وويل: "په دې ولایت کې د خلکو ونډه د واکسین په وخت کې ډېره پراخه شوې ده، د واکسین پوشش د دوی د همکارۍ په وجه ښه شوی دی، د خلکو ذهنیت د پولیو د واکسین پر وړاندې د مخکې په نسبت ډېر ښه شوی دی."

هغه زیاتوي چې په دې برخه کې دیني عالمان، قومي مشران، ښوونکي او د ټولنې نور اقشار ورسره پوره همکاري کوي.

یو شمېر قومي مشران هم وایي چې د پخوا په پرتله د پولیو پر وړاندې د مبارزې پروسه چټکه شوې او په دې برخه کې ولسونه او ولسي مشران ژمن دي.

د بغلان ولایت یو تن قومي مشر، سید صالح وایي: "د نورو ولایتونو په پرتله زه دا په ډاډ وایم چې د بغلان ولسونه او د بغلان خلک د پولیو واکسین په ارزښت ډېر پوهیږي، ځکه چې اوس هره کورنۍ چې و پوښتې په همدې نظره ده چې باید مونږ خپل ماشومانو ته د پولیو واکسین وکړو."

د بغلان اوسېدونکې، نظيره نوري په دې هکله امريکاغږ ته وويل چې د پولیو واکسین د تطبیق د اهمیت په برخه کې عامه پوهاوی ډېر شوی خو لا هم اړتیا ده چې د دې ولایت په لرې پرتو سیمو کې د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو لپاره لا ډېر کار وشي.

د ماشومانو د بدن معافیت لوړیدل یو بله د پام وړ نقطه ده چې د خلکو پام ورته اوښتی دی او له امله یې د پولیو واکسین او د ویټامنA کپسول ماشومانو ته ورکوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG