د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د طالبانو او د هغوی ضد پاڅون کوونکو ترمنځ نښته


د کندهار د میوند ولسوالي
د کندهار د میوند ولسوالي

د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په شاه میر کلاء سیمه کې تیره شپه هغه مهال د وسله والو ضد ځايي پاڅون کوونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه چې د طالبانو یوه ډله له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وه.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیاء دُراني امریکا غږ ته وویل چې په دې نښته کې درې پاڅون کوونکي اوڅلور ۴ طالب وسله وال وژل شوي او دغه راز،درې ۳ پاڅون کوونکي، یو سیمه ایز پولیس او اوه طالب وسله وال ټپیان شوي هم دي.

ضیاء دُراني زیاته کړه چې د وسله والو ضد ځايي پاڅون کوونکو او طالب وسله والو ترمنځ له نښتې وروسته سیمه ایز پولیس د پاڅون کوونکو مرستې ته ورسیدل او طالبان یې په شا وتمبول.

له یوې نیمې میاشتې راهیسې د میوند ولسوالۍ اوسیدونکو د وسله طالبانو په خلاف پر وسله وال پاڅون لاس پورې کړی دی.

پاڅون کوونکي وايي چې د هغوی په سیمه کې نا امنیو او د وسله والو طالبانو لخوا د کرل شویو ماینونو له امله په تیرو دوو میاشتو کې نږدې ۳۰۰ ځايي اوسیدونکو ته مرګ ژوبله اوښتې، نو ځکه اړ شوي چې د طالبانو په خلاف پر وسله وال پاڅون لاس پورې کړي.

له دې مخکې، د دغه ولایت د پنجوايي ولسوالۍ اوسیدونکو هم د وسله والو طالبانو په خلاف پاڅون کړی و.

په همدې حال کې نن سهار شاوخوا ۹ بجې پر موټرسایکل سپرو ناپیژانده وسله والو د کندهار د ولایتي شورا د غړي عطاالله عطا دوه ساتونکي پولیس په ډزو وژلي دي.

ښاغلي عطاء امریکا غږ ته وویل چې ساتونکي یې د کندهار ښار د نهمې ناحیې د ډبرو پله په سیمه کې هغه مهال و وژل شول چې له کور څخه د وظیفې په لور روان وو.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیاء دُرانی وايي چې د پيښې په اړه پولیسو پلټنې پیل کړي دي.

په کندهار کې له یوې میاشتې راهیسې د دولت د کارکوونکو او قومي مشرانو د ترور په پېښو کې زیاتوالی راغلی چې په دغه موده کې لږ تر لږه لس کسه د ناپیژاندو وسله والو لخوا وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG