د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوزڼ په واکسین د ټینګار ځیني مهم عوامل


ماشومانو ته د گوزڼ ضد واکسین کول
ماشومانو ته د گوزڼ ضد واکسین کول

ځينې عام خلک دا پوښتنه ډېره کوي، چې ولې د پوليو پرضد پر مبارزې په ځانګړي ډول د واکسين پر تطبيق زيات ټينګار کېږي، په داسې حال کې، چې په نړۍ کې ډېرې نورې خطرناکې ناروغۍ هم شته.

د روغتیا د برخې کارپوهانوايي، پوليو زياتره وخت په ماشومانو کې د دايمي معيوبيت او په ځينو مواردو کې د مړينې لامل ګرځي، چې له همدې کبله د نړۍ له خطرناکو ساري، ويروسي ناروغيوڅخه ګڼل کېږي.

خو نورو ساري، ويروسي او وژونکو ناروغيو ته په کتو سره د خوست ولایت د ځينو لرې پرتو سيمو ډېری خلک دا پوښتنه زياته کوي، چې نسبت نورو ناروغيو ته د پوليو يا ګوزڼ د واکسين پر تطبيق ولې زيات ټينګار کېږي.

د خوست ولايت دوه تنه اوسېدونکي پدې هکله داسېوايي: "په دنيا کې ډېرې ناروغۍ شته، خو د راډيو يا تلويزون له لارې مو د هغو په باره کې ډېر څه نه دي اوريدلي. لکه ايډز، سرطان او نورې نارغۍ، خو موږ نه پوهېږو، چې بهرنيان ولې پوليو ته دومره زياته پاملرنه کوي"

خو روغتیایي چارواکي پدې اند دي، چې د پوليو ناروغي د واکسين له برکته د نړۍ له ۱۲۲ هېوادونو اوس يوازې افغانستان، پاکستان او نايجريا پورې محدود شوې، نو ځکه د پوليو د واکسين پرتطبيق يې ټينګار زيات دی.

په خوست کې د پوليو پرضد د عامه پوهاوي مسوول ډاکټر نجيب الرحمن رحماني وايي، د دې لپاره، چې په افغانستان کې هم دغه ناروغي په بشپړ ډول له منځه لاړه شي، د واکسين منظمو کمپاينونو ته جدي اړتيا لري.

"په ټوله نړۍ کې د پوليو د له منځه وړلو اخري مرحلې روانې دي، اخري پړاو يې دی، نو ځکه زياتو هڅو او د واکسين تطبيق ته جدي اړتيا لري. بل دا چې هره ناروغي د له منځه وړلو وړ نده، خو له نېکه مرغه پوليو يوه داسې ويروسي ناروغي ده، چې کاملاً له منځه تللی شي"

د خوست د عامې روغتيا رياست د ساري ناروغيو د مخنيوي د څانګې مسوول ډاکټر ګل احمد شاه په وینا ، چې د ګوزڼ ناروغۍ درملنه ناممکنه ده، مګر د مخنيوي او وقايې لپاره يې پر واکسين سربېره ځينې نورې لارې هم شته.

"د ګوزن ناروغۍ د مخنيوي لپاره د ماشوم خوراک بايد بېل شي، غائطه مواد يې وسوځول شي، کالي يې بل ماشوم ته وانه اغوستل شي او دغه راز د ناروغ ماشوم نظافت ته جدي پاملرنه بايد وشي"

تېر کال په پاکستان، نايجريا او افغانستان کې د ګوزڼ ۳۵۶ مثبتې پېښې تثبيت شوې وې. له دې جملې څخه ۲۸ مثبتې پېښې د افغانستان په مختلفو ولايتونو کېوې.

خو افغان روغتيايي مسوولين وايي، چې سږ کال د پوليو ضد مبارزه کې تر ډېره برياله ده . دوی د روان ميلادي کال له پيله بيا تر اوسه د ۵ مثبتو پېښو خبر ورکړی، چې ۴ يې په فراه او يوه يې په هلمند ولايت کې ثتبيت شوې.

XS
SM
MD
LG