د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ناامني؛ د تاجکستان سرحدي کلیوالو ته وسلې ورکول کیږي


د افغانستان او تاجکستان پوله
د افغانستان او تاجکستان پوله

د تاجکستان حکومت د افغانستان سره په پوله پرتو خپلو هیوادوالو څخه غوښتي چې تیارسئ اوسي او که سخت دریځه سیمې ته ننوځي پر ضد یې «وسلې» واخلي.

د تاجکستان د سرحدي ولسوالۍ شمس الدین شاهین محلي چارواکي پاچاخان ظریف زاده ویلي چې د پوځ د احتیاطي سرتیرو او ښکاریانو په ګډون د سیمې له اوسیدونکو سره یې د حالاتو په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي ظریف‌زاده پدې غونډه کې ویلي: "د پولیسو او استخباراتي ادارو سره په هماهنګۍ ټول ښکاریان چې په سرحدي سیمو کې ژوند کوي ثبت او راجستر شوي دي. هغوی باید د هیواد د دفاع لپاره وسله واخلي. که وضعیت حکم وکړي مونږ ټول باید وسلې ته لاس کړو."

د ازادې اروپا رادیو/ آزادۍ رادیو په وینا ورته امر د افغانستان او تاجکستان په پوله د پرتو نورو سیمو اوسیدونکو ته هم شوی دی. خو مقاماتو تر اوسه د محلي نارینو د وسله وال کولو او د دفاعي زده کړو په اړه جزییات ندي ورکړي.

پدې وروستیو میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې د افغانستان-تاجیکستان په سرحدي سیمو کې شدیدې شوې دي.

د تاجکستان د شمس‌الدین شاهین سرحدي سیمه د تاجکستان او افغانستان د ۱۳۶۰ کیلومتره سرحد تاجکستاني سرحد ساتونکو ته یو له ننګونو ډک کار دی.

د تاجکستان د اکثرو سرحدي سیمو اوسیدونکي اکثر د ډزو هغه اوازونه اوري چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ترمنځ تبادله کیږي او حتی له دې ډاریږي چې دغه سرګردانه ډزې د دوی پر کورونو راونه پرځي.

دوه اونۍ مخکې څو سپکې او درندې مرمۍ د افغانستان له خاورې څخه د تاجکستان په درواز ولایت کې د دوو تاجکستانیانو په کورونو او یو ښونځي باندې ولګیدلې.

افغان مقاماتو خبرداری ورکړی چې زیات شمیر تاجکستاني جنګیالي د افغان ځواکونو پر وړاندې د سخت دریځو په لیکو کې جنګیږي.

د فبرورۍ په ۲۴ د افغانستان په یوه سرحدي سیمه کې د یوې نښتې وروسته چې څو سخت دریځه په کې ووژل شول د تاجکستان د درواز ولایت د نسي ساحې حکمران زین‌العابدین، رادیو ازادۍ ته وویل چې دوه تاجکستانیان هم د وژل شویو سخت دریځو په ډله کې شامل دي.

افغان مقاماتو ویلي چې شاوخوا ۲۰۰ تاجکستاني جنګیالي د افغانستان د دولت د مخالفو سنخت دریځو په لیکو کې جنګیږي، خو په مستقله توګه ددغې شمیرې تائید ممکن ندی.

تاجکستان چې د افغانستان سره ۱۳۶۰ کیلومتره سرحد لري له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د مرکزي اسیا د هیوادونو د سخت دریځو په ګډون د سخت دریځو د انسجام او فعالیت په هکله اندیښنه درلودلې ده.

په تیر دسمبر کې تاجکستان هغه وخت اضافي ځواکونو د افغانستان سره په پوله میشت کړل چې د افغانستان د یوې سرحدي ولسوالۍ د نیولو لپاره د طالبانو سره د تاجکستاني سخت دریځو د همکارۍ په هکله رپوټونه خپاره شول.

څه وخت مخکې په ټولینیزو شبکو کې یوه لس دقیقه یي ویدیو خپره شوه چې ګواکې تاجکستاني یاغیان د افغانستان د بدخشان ولایت په مایمي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو سره په جګړه کې ښکاره کول. پدې ویدیو کې یاغیانو چې په تاجکستاني لهجه په فارسي خبرې کولې څو تنه یې چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو یونیفورم یې اغوستی و په ډزو وویشتل او یوه ودانۍ یې وسوزوله.

ددې ویدیو له خپریدو نه څو ورځې وروسته د تاجکستان امنیتي مسولینو لږ تر لږه ۱۵ تنه تاجکستانیان په نښه کړل چې په ویدیو کې لیدل کیدل او یا نومونه یې په هغه لست کې شامل وو چې افغان مقاماتو خپور کړی و.

افغان مقاماتو ویلي چې هغه تاجکستاني یاغیانو چې پر مایمي ولسوالۍ یې برید کړی د جماعت انصارالله د سخت دریځې ډلې غړي وو. جماعت انصارالله په ۲۰۱۰ کال کې د سخت دریځه تاجکستاني امرالدین تباروف، په واسطه رامنځ ته شو. تباروف د ۲۰۱۵ په جولای کې د افغان ځواکونو په واسطه ووژل شو.

XS
SM
MD
LG