د لاس رسي وړ اتصالات

لوګر کې لسګونه ښځې د حرفوي زده کړو له کورسونو فارغې شوې


ښځې په ګلدوزۍ او نورو برخو کې زده کړې وکړې
ښځې په ګلدوزۍ او نورو برخو کې زده کړې وکړې

په لوګر کې د ۵۰ ښځو په ګډون ۱۵۰ کسان د حرفوي زده کړو په شپږو مختلفو برخو کې روزل شوي دي.

په دې پروګرام کې د موټرو تخنيک، د لبنياتو پروسس ګلدوزي او ځينې نورې حرفې شاملې دي.

د لوګر اوسېدونکې نازنين ددغه پروګرام يوه ګډونواله ده. دې په دغه شپږ مياشتني حرفوي پروګرام کې ګلدوزي زده کړې. هغه وايي مخکې له دې چې دې کورس ته راشي، بل کوم کسب يې نه و زده.

نازنين زياته کړه، له دې وروسته کولای شي، د ګلدوزي په کولو د خپلې کورنۍ له غړو سره د اړتياوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.

هغې وويل "پلان مې دا دی چې خپله ګلدوزي وکړم او نورو ته يې هم ورزده کړم. د لوګر ښځې له ګلدوزي سره ډېره علاقه لري. غوښتنه مې دا ده چې د حرفوي زده کړو دا ډول نورو پروګرامونه هم جوړ شي."

تېرو دريو کلونو راهيسې دا دريمه دوره وه چې نارينه او ښځې په کې وروزل شوې.
تېرو دريو کلونو راهيسې دا دريمه دوره وه چې نارينه او ښځې په کې وروزل شوې.

د لوګر بل اوسېدونکي موسی دې پروګرام کې د فلزکارۍ برخه کې زده کړې کړي. موسی وايي چې د حرفوي زده کړو له دې پروګرام وړاندې د بې روزګارۍ له ستونزې سره لاس او ګريوان و.

د حرفوي زده کړو په ياد شوي پروګرام کې چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی و، ۱۰۰ نارينه او ۵۰ ښځې په شپږو مختلفو حرفو کې وروزل شول.

د لوګر د کار او ټولنيزو چارو رئيس شاه محمد ولي زوی وايي، چې دغو ۱۵۰ کسانو د برېښنا، د موټرو تخنيک، د لبنياتو پروسس، ګلدوزي، ترکاڼي او فلزۍ په برخو کې شپږ مياشتې زده کړې وکړې.

د لوګر والي محمدانور خان اسحاقزی وايي چې که څه هم د بې کارۍ کچه لوړه ده خو بيا به هم هڅه وکړي، د حرفوي زده کړو له مرکزه دغو فارغو شوو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

د مسوولينو په وينا د تېرو دريو کلونو راهيسې دا دريمه دوره وه چې نارينه او ښځې په کې وروزل شوې. تر دمخکې په دوو نورو پروګرامونو کې ۳۰۰ کسان په شپږو مختلفو حرفو کې روزل شوي وو.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG