د لاس رسي وړ اتصالات

فدايي:لوگر کې یو پاکستانی هم نه دی نیول شوی


تیره ورځ پاکستاني رسنیو خبر ورکړی و چې کابل کې یو پاکستاني مامور ویلي چې د لوگر په ولایت کې مقاماتو د هغه شرکت مشر نیولی چې لوگر کې د پاکستان په مرسته جوړویدونکي روغتون کې کار کوي.

خو د لوگر وايي ښاغلي حلیم فدايي د پاکستاني رسنیو دغه خبر بلکل باطل بللی او ویلي دي چې د روغتونو د پروژې مشر انجینر عمران شوکت سره یوازې د امنیتي مسلو په اړه خبرې شویدي ،چې هدف ېې د پاکستاني کارمندانو د امنیت خوندي کول و. ښاغلي فدايي وویل چې نه څوک نیول شوي او نه شکنجه شوي .

ښاغلي فدايي دا هم وویل چې د نایب امین الله خان لوگري د روغتون پروژه د پاکستان په مرسته روانه ده او دلته راغلي ټول پاکستاني کاریگر او انجینر په پوره ډاډ سره کار کوي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:50 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG