د لاس رسي وړ اتصالات

په لندن کې د موټر او د چړو بریدونو مرګ ژوبله اړولۍ ده


پولیسو د لندن په جنوب کې په پراخه کچه عملیات پیل کړي دي او د مرکزی لندن د پله شاوخوا سیمه ېي محاصره کړې ده.

پولېسو د دوه کسانو مړینه تایید کړی ده،او ویلې لسگونه نور کسان زخمیان دی

د لندن ښاروال صادق خان د لندن د پله او د بورو په مارکيټ د ا پېښي غندلې دی،او دابریدونه ېې`` د لندن په بې ګناه خلکو يو قصدي او بزدلانه عمل بللې دی. ''

د لندن پولیسو په رسمې ډول لندن پله ته نزدی د موټر وین او په خلکو د چړو بریدونه ،تروریستي پېښې، اعلان کړی دی.

د بریتانېې د سن ورځپاڼي لیکلې دي چېاوس داسي ویره شته چې ٧ کسه به وژل شوي وي. دغه راز دوه برید کونکې د لندن پله ته نږدی د پولیسو لخوا وژل شوي دي.خوسمدستي دا راپورټونه نه دې تایید شوي.

ځیني رسنیو راپور ورکړي چې پولیس د دریم بریدگر پیسي گرځی. دایسوسي اټیډ پریس خبري اژانس لیکلې دي چې په امبولانسونو کې شل تنه روغتونونو ته وړي دي.

پولېسو دا هم وویل له دی مخي،پولېس د واکسهال په سیمه کې یوي بلې پیښه ته هم ورورسیدل، خو ورسته ېې تایید کړه چې دا دریمه پیښه د لندن د پله او د بورو بازار دبریدونو سره تړاو نلري.

په لومړی پیښه کې یو وین د لندن په پله په پیاده خلکو ختدلۍ دی او داسي راپورنه هم راسیدلی چې دغه پله ته نږدی په بورو بازار کې په څو کسانو باندی د چړو بریدونو شوي دی.

پولیسو په ټویټرباندی د لندن خلکو یو امنیتې پیغام ورکړی چې که تاسو برید ته نږدی یاست نو ، وتیښتې او ځانونه پټ کړی،.

دغه بریدونه ورسته له هغه شوي چې د جون په اتمه نیټه یعنې د دو اوونیو له مخی یو ځانمرگی بریدکونکې د مانچیسټر په ښارکې د موسیقي په یوه کنسرټ برید وکړ او ٢٢ کسان ېې وووژل. سمدستې د دی بریدونو مسولیت چا نه دی منلې.

یوه ټیکسی موټر چلونکې بی، بی، سی خبري اژانس ته ویلې دي چې یو وین د لندن د پل له طرفه راغلی، د ټرافیکو د څیراغونو راتیر شو او د پیاده خلکو لاری ته ورغلي، او زیات خلک ېې لاندی کړل،.هغه زیاته کړه،

،،دری کسان ددی وین څخه راووتل د هغوي سره غټې چړی ورسره وي ،او د بورو بازار په خوا ولاړل او ناڅاپه یی په خلکو د چړو وارونو وکړل.

د بریتانیي د صدراعظمې ټیریسا مې دوفتر ویلې دي چې هغی ته ددی پیښو په اړه معلومات ورکړل شو. او دغه رازسپنې ماڼي ویلې دی چې د امریکا جمهور ریس ډونلډ ټرمپ ته هم خپل د ملې امنیت مامورینو ددی پیښو په تړاومعلومات ورکړی دي.

XS
SM
MD
LG