د لاس رسي وړ اتصالات

په لندن کې بلوا لا روانه ده


په لندن کې بلوا لا روانه ده
په لندن کې بلوا لا روانه ده

په لندن کې له بلوا ډکه دریمه شپه تیره شوه. د اور وژنې کار کوونکي لا هم هڅه کوي چې د لندن په جنوب لویدیځ کې پاتې اور مړ کړي.

د بریتانیې صدراعظم ډیویډ کامیرون په ایټالیا کې خپله رخصتي نیمګړې پریښوده او د تاو تریخوالي د پای ته رسیدو په لارو چارو باندې د غور لپاره هیواد ته راستون شو.

چارواکي وايي، بلوا د شنبې په ورځ پیل شوه، او د لوټ او تالان په وخت کې پولیسو ډزې وکړې.

د ناارامیو په جریان کې په سلګونو بلواګر نیول شوي دي

ددغه تاوتریخوالی په وخت کې ٣٥ پولیس زخمي شول. په دوی کی هغه درې کسان هم شامل دي چې موټر په داسی وخت کې ووهل چې د لندن په ختیځ کې یې بلوا کوونکي نیول.

دا په تیرو وروستیو کلونو کې په لندن کې تر ټولو سختې بلواگانې دي.

تاوتریخوالی د شنبی په شپه وروسته له هغې پیل شو چې پولیسو ٢٩ کلن مارک دوگان وویشت. دی د لندن د ټوټنهام د سیمې اوسیدونکی دی. په دغه پیښه کې د پولیسو په یو صاحب منصب باندې ډزی وشوې او زخمي شو.

د ټوټنهام اوسیدونکو د شنبی په ورځ سوله ایزه مظاهره پیل کړه او دا غوښتنه یې کوله چې د ډوګان سره دی عدالت وشی. مګر وروسته دغه مظاهره په ماښام کې په تاوتریخوالی بدله شوه. مظاهره چیانو په پولیسو باندی د تیږو ګوزارونه وکړل، کړکی یې ماتی کړې او موټرونو ته یې اورنه واچول. یو شمیر ودانیو هم اور واخیست.

XS
SM
MD
LG