د لاس رسي وړ اتصالات

لویه جرګه او د مخالفو وسلوالود ګډون مسئله


مشورتي لويې جرګې ویاند عبدالخالق حسیني پشه يي
مشورتي لويې جرګې ویاند عبدالخالق حسیني پشه يي
د مشورتي لويې جرګې د تیاري کمیسیون وايي چې د حزب اسلامي د پنځلسو ګډونوالو لست ورته سپارل شوی دی او تمه لري چې په جرګه کې به برخه واخلي.

د مشورتي لويې جرګې د تیاري د کمیسیون ویاند عبدالخالق حسیني پشه يي امریکا غږ ته وویل چې دغه کمیسیون ته د حزب اسلامي - حکمتیار د ډلې د پنځلس غړو لست سپارل شوی دی او تمه ده چې د حزب اسلامي دا ډله به په لویه جرګه کې ګډون وکړي.

ښاغلي حسیني پشه ايي وویل چې طالبانو باندې یې هم د ګډون غږ کړی خو د طالبانو له لورې د ګډون کوم شین څراغ ورته ندی ښودل شوی. ښاغلي حسیني وویل د حزب اسلامي له خوا منل شوی دی. هغوي مونږ ته اشخاص و افراد معرفي کړي دي. زه هیله مند یم چې دوي به پدې جرګه کې برخه واخلي، خو د طالبانو له خوا کوم شین څراغ ندی راکړل شوی.
"
په اوسني حالاتو کې حزب اسلامي په څو ډلو ویشل شوی دی او د حزب اسلامي حکمتیار ډلې په جرګه کې له وړاندې خپل ګډون رد کړی وو او د یوې اعلامېې په خپرولو سره یې ویلي وو چې ددغه امنیتي تړون سره مخالف دي. حزب اسلامي پدغه اعلامیه کې ویلي وو چې د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون د انګلیسانو او روسانو سره د ورته تړونونو په څېر دی.

خو د لويي جرګې د تیاري د کمیسیون ویاند وايي دا پنځلس کسه چې د غیرت بهیر په مشرۍ دي د حزب اسلامي حکمتیار ډله ده. جمهور رئيس حامد کرزي هم دوه ورځې وړاندې د یوه خبري کنفرانس له لارې په طالبانو غږ وکړ چې را دې شي او په جرګه کې دې که مخالف وي نظر وړاندې کړي خو د جرګې د اکثریت پرېکړه دې ومني.

ښاغلي پیشه ايي دا هم وویل چې د حزب اسلامي ګډون په لویه جرګه کې د سولې د پروسې سره مرسته کوي.

د یکشنې تر ماښامه شاوخوا پنځه سوه د مشورتي لويې جرګې برخوالو خپل نومونه ثبت کړي دي.

د جرګې شاوخوا سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي او د پولیتخنیک مخ ته غځېدلې لار هم د امنیتي ځواکونو له لورې د ترافیکو په مخ بنده ده.
XS
SM
MD
LG