د لاس رسي وړ اتصالات

د جرګې د سیمې خلګ د بندو لارو څخه سر ټکوي


د کابل د ښار هغه کورنۍ چې کورونه یې د لویې جرګې په خوا کې دي وایي د امنیتي تدابیرو له وجې د هغوي ژوند د ستونزو سره مخ دی.

رپوټونه وایي چې د لویې جرګې په لور د کابل د ښار ټولx لارې کوڅې بندې شویدي.

په عین حال کې د لویې جرګې د چمتوالي د کمیسون ویاند عبد الحسین پشه ئي امریکا غږ ته ویلي چې د حزب اسلامي د ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د زوم ډاکټر غیرت بهیر په مشرۍ د دغه ګوند استازو ته یې په لویې جرګې کي د ګډون لپاره کارتونه ورکړیدي او پنځلس تنه به یې پدې جرګې کې ګډون کوي.

ښاغلي پشه ئي ویلي دي چې د یکشنبې په شپه د افغانستان د بیلا بیلو سیمو نه د لویې جرګې شاوخوا ۵۰۰ ګډون کوونکي کابل ته وررسیدلي دي. پشه ئي وایي چې د پاکستان نه هم یو شمیر افغان مهاجرین په لویې جرګې کې د ګډون لپاره رارسیدلي دي.

خو په عین حال کې بیا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې په لویې جرګې کې د ګډون مخالفت کړیدی او په یوې اعلامیې کې یې ویلي دي چې هغوي یوازې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په سر خبرو ته چمتو دي.

د لویې جرګې د چمتوالي د کمیسون ویاند ښاغلی عبدالحسین پشه ئي وایي طالبانو تر اوسه د هغوي بلنې ته ځواب ندی ویلی چې آیا پدې جرګې کې به ګډون وکړي او که نه.
XS
SM
MD
LG